کابل : د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د بېړنیو بشري مرستو د همغږۍ لپاره له نړیوالو بشري شریکانو سره ګډه ناسته کړې ده.

 

د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، د جولایۍ په ۲۱مه، د دې ادارې د سرمنشي عملیاتي مرستیال، مولوي روح الله عبدالسلام، د سره صلیب نړیوالې کمېټۍ، د سره صلیب او سرې میاشتې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د ترکیې او قطر د سرو میاشتو او د ډنمارک او ناروې د سره صلیب له استازو سره د نورستان د سېلاب ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په اړه خبرې وکړې.

 

د افغاني سرې میاشتې په وینا، په دې ناسته کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو او د زیانمنو کورنیو د عاجلو اړتیاوو ارزونه وشوه.

 

مولوي روح الله عبدالسلام وویل، چې افغاني سرې میاشتې د خپلو شته امکاناتو له مخې د مرستو رسولو لړۍ پېل کړې، خو د زیانونو د پراخوالي له امله د نړیوالو کاري شریکانو همکاري اړینه ده. هغه له مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې د لومړنیو طبي مرستو، درملو، پخو خوړو، د څښاک پاکو اوبو او نورو اړینو بشري توکو په برابرولو کې همکاري وکړي.

 

د ناستې ګډونوالو د افغاني سرې میاشتې د چټک غبرګون ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د نورستان د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره به د درملو، روغتیايي تجهیزاتو، خوراکي او غیرخوراکي توکو او نورو بشري مرستو په برابرولو کې خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

 

افغاني سرې میاشتې ویلي دي، چې هڅه کوي چې د کورنیو او نړیوالو شریکانو په همکارۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوي بېړنیو اړتیاوو ته اغېزناک ځواب ووايي.