جمرود : د جمرود سیاسي اتحاد یو پلاوي ،جولایۍ په ۲۱مه، د خیبر ضلعې د تیراه درې د وچونې سیمي ته سفر کړی او د وروستۍ بې‌ ځایه کېدو د موضوع په تړاو یې له ځايي اوسېدونکو، قامي مشرانو او د سیمي له خلکو سره لیدنې کړې دي.

 

د اتحاد په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې پلاوي د خلکو اندېښنې، شکایتونه او غوښتنې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې دغه ستونزې به له اړوندو حکومتي او امنیتي چارواکو سره شریکې کړي.

 

د سیمي اوسېدونکو پلاوي ته ویلي دي، چې د خلکو له احتجاج او مخالفت وروسته د بې‌ ځایه کېدو پرېکړه تر اوسه ځنډول شوې، خو دا شرط چې بزګران باید خپلو کورونو ته څېرمه په کروندو کې د کار لپاره هره ورځ له امنیتي ځواکونو اجازه ترلاسه کړي، د دوي لپاره د منلو وړ نه دی.

 

د جمرود سیاسي اتحاد دغه غوښتنه پر ځای بللې او ویلي یې دي چې پر کرنیزو فعالیتونو لګېدلي محدودیتونه دې سمدستي بیا وڅېړل شي، ځکه دا محدودیتونه د خلکو پر ورځني ژوند او اقتصادي وضعیت منفي اغېز کوي.

 

د اعلامیې له مخې، د اتحاد پلاوي وروسته د توردره (تورداره) په امنیتي کېمپ کې له امنیتي چارواکو سره هم لیدلي او د سیمي د خلکو اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي. اتحاد ویلي دي، چې د دې لیدنې پر مهال د امنیتي چارواکو له چلند څخه ناخوښي څرګنده شوې ده.

 

سیاسي اتحاد په خپل بیان کې ټینګار کړی دی چې د تیراه په څېر حساسو سیمو کې ستونزې باید د زور او سخت دریځ پر ځای د خبرو، متقابل درناوي او د خلکو د اساسي او قانوني حقونو په رعایت حل شي.

 

اتحاد له اړوندو چارواکو غوښتي دي چې د خلکو مشروع غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي، پر کرنیزو فعالیتونو لګېدلي غیر ضروري محدودیتونه لرې کړي او له ځايي اوسېدونکو سره د عزت او درناوي چلند خپل کړي.

 

د جمرود سیاسي اتحاد خبرداری ورکړی دی، چې که د خلکو غوښتنې له پامه وغورځول شي، غیر ضروري محدودیتونه پر خپل ځای پاتې شي او د خلکو اندېښنو ته پام ونه شي، نو د تیراه راجګال د مشرانو، قامي مخورو او ولس په ګډون به یوه پراخه لویه جرګه راوبلل شي، چې د راتلونکې تګلارې په اړه به پرېکړه وکړي.

 

تر اوسه د یادو څرګندونو په اړه د امنیتي ادارو رسمي دریځ نه دی خپور شوی.