پېښور : د خیبر پښتونخوا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم ای) ويلي دي چې ،د جولایۍ له ۱۹مې، نېټې راهيسي په صوبه کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د مړه شویو کسانو شمير ۱۸ ته لوړ شوی دی. دغه پيښو کې ۱۹ تنه ټپيان شوي هم دي۔
د ادارې ،د جولایۍ د ۲۲مې، د تازه راپور له مخې، په مړو شويو کې اووه سړي، اته ماشومان او درې ښځې شاملې دي، او په ټپيانو کې ۱۱ سړي، څلور ښځې او څلور ماشومان دي.
راپور زياتوي چې د بارانونو او سېلابونو له امله ټولټال ۲۹ کورونو ته زيان اوښتی، چې له ډلې يې ۲۲ کورونه جزوي او شپږ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي دي.
د پي ډي اېم اې په وينا، دا پېښې په پېښور، نوښار، خیبر، مردان، بونېر، باجوړ، شانګله، صوابۍ، کوز چترال، کوز او بر دير، اېبټ اباد، مانسهره، تورغر، کرمه، سویلي وزیرستان او شمالي وزيرستان ضلعو کې ثبت شوې دي.
اداره وايي، چې پي ډي اېم ای، رېسکيو ۱۱۲۲، ضلعي انتظاميې او نورو اړوندو ادارو په ګډه د ژغورنې او مرستو چارې روانې ساتلې دي. د اغېزمنو ضلعو انتظاميو ته لارښوونه شوې ده چې زيانمنو کورنيو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او د مرستندويه فعاليتونو چټکتيا زياته کړي.
د پي ډي اېم ای د معلوماتو له مخې، دا مهال د صوبې په سيندونو او خوړونو کې د اوبو کچه او بهير عادي دی، خو د سختو بارانونو لړۍ ښیي د جولایۍ تر ۲۳مې پورې په وقفو سره دوام وکړي.
ادارې له خلکو غوښتي چې له بې ضرورته سفرونو ډډه وکړي، حساسو سېلانيزو سيمو ته دې نه ځي او د هوا پېژندنې او حکومتي ادارو له خبرداريو او سپارښتنو سره دې سم عمل وکړي.
پي ډي اېم ای زياته کړې چې د دې ادارې بېړنی عملياتي مرکز په بشپړه توګه فعال دی، او خلک کولی شي د بېړنيو پېښو يا د هوا د حالاتو په اړه د معلوماتو لپاره د ۱۷۰۰ وړيا مرستندويه شمېرې سره اړيکه ونيسي.


شال نیوز