سراروغه : د بر سویلي وزیرستان د سراروغې تحصیل د احمدوام بنګې واله په سیمه کې د سختو بارانونو له امله د یوه کور د خونې چت نړېدلی، چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي.

 

ځايي سرچیني وایي، چې پېښه ،د جولایۍ په ۲۱مې او ۲۲مې، ترمنځ د شپې هغه مهال رامنځته شوه چې د کورنۍ غړي په خونه کې ویده وو. په مړو شویو کې واجدالله، د هغه مېرمن، یو زوې او یوه لور شامل دي.

 

د سیمي اوسېدونکي وایي، چې د مخابراتي اسانتیاوو نشتوالي، د خرابو لارو او د شپې تیارو له امله د ژغورنې هڅې له ځنډ سره مخ شوې. د سیمي یو اوسېدونکي، نعیم الله، شال نیوز ته وویل چې د موبایل شبکې د نه شتون له امله له اړوندو ادارو سره سمدستي اړیکه ونه شوه نیولی. د هغه په وینا، سهار وختي ځینو خلکو د موټرسایکل په وسیله د سراروغې پولیسو تاڼې ته ځان ورساوه او چارواکي یې له پېښې خبر کړل.

 

د سراروغې د پولیسو مرکز مشر (اېس اېچ او) نیاز محمد وویل، چې د پېښې له راپور ترلاسه کېدو وروسته پولیس، د ژغورنې ډلې او ځايي خلکو د ملبې د پاکولو عملیات پېل کړل. د هغه په وینا، د کورنۍ ټول غړي له ملبې راویستل شول، خو تر دې وړاندې یې ژوند له لاسه ورکړی و.

 

پولیس وایي، له قانوني کړنلارې وروسته د مړو شویو جسدونه خپلو وارثانو ته سپارل شوي دي. د ځايي سرچینو په وینا، مړ شوی واجدالله د ملک راپا خان شمن خېل لمسی و.

 

د قامي اسمبلۍ غړي زبیر وزیر پر دې پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له اغېزمنې کورنۍ سره به د هر ډول ممکنه مرستې او ملاتړ هڅه وکړي.