د خېبر ضلعې په لنډي کوتل کې د وروستیو بارانونو او سېلابي اوبو له امله د لنډي خانه د اوبو رسولو سکیم ته زیان اوښتی، چې له امله یې د لنډي کوتل بازار او ګڼو دولتي ادارو ته د څښاک د اوبو رسونه درېدلې ده.

 

د عامې روغتیا (پبلک هېلت) څانګې سرچینو شال نیوز ته ویلي، سېلابي اوبه د اوبو رسولو سکیم ته ننووتې او د اوبو د پورته کولو لپاره لګېدلي دوه لوی پمپونه یې خراب کړي دي.

 

د چارواکو په وینا، د دغو پمپونو د خرابېدو له امله د لنډي کوتل بازار، مرکزي د اوبو زېرمتون، تحصیل کمپلېکس او یو شمېر نورو دولتي دفترونو ته د اوبو رسونه ځنډېدلې ده.

 

د اوبو د نشتوالي له امله اوسېدونکي، سوداګر او دولتي ادارې له جدي ستونزو سره مخ دي او ورځني چارې یې هم اغېزمنې شوې دي.

د لنډي کوتل د بازار سوداګرو او ځايي خلکو له اړوندو چارواکو غوښتي چې د لنډي خانه د اوبو رسولو سکیم خرابې شوې دستګاوې ژر تر ژره ورغوي، څو د څښاک د اوبو رسونه بېرته عادي او د خلکو ستونزې هوارې شي.

 

بلخوا د عامې روغتیا څانګې سرچینې وایي، د خرابو شویو پمپونو د بېرته فعالولو لپاره پر لارو چارو غور روان دی، خو دا یې نه دي ویلي چې د اوبو رسونه به کله بېرته پیل شي.