د نوښار ضلعي پولیس وايي، د جلوزۍ د مېرې مومند اباد په سیمه کې د اووه کلن ماشوم شهزاد د وژنې قضیه یې په څلورو ورځو کې هواره کړې او د پېښې په تړاو یې د وژل شوي ماشوم یو ۱۸ کلن خپلوان نیولی، چې د پولیسو په وینا، پر جرم یې اعتراف هم کړی دی.

 

د نوښار د پولیسو ضلعي مشرې سونیا شمریز خان په پبي کې یوې خبري غونډې ته وویل، د جولای په ۱۸مه ذاکر خان، چې د مومند اباد اوسېدونکی دی، جلوزۍ تاڼې ته راپور ورکړی و چې د هغه اووه کلن وراره شهزاد له کوره تر وتلو وروسته بېرته نه دی راستون شوی.

 

د پولیسو په وینا، د ماشوم د لټون پر مهال د هغه جسد د سیمې د حاجي اسلم په کرنیزه ځمکه کې وموندل شو. پولیس وايي، ماشوم د یوې تېرې وسلې په وسیله وژل شوی و، چې له هغې وروسته د پاکستان د جزا قانون د ۳۰۲مې مادې له مخې د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه ثبت شوه.

 

سونیا شمریز خان وویل، د پېښې د څېړنې لپاره یې د ایس‌پي تحقیقاتو شاه اسد خان په مشرۍ ځانګړې پلټنیزه ډله جوړه کړه، چې په کې د پبي د سرکل ایس‌ډي‌پي‌او، د جلوزۍ تاڼې ایس‌اېچ‌او، د قضیې د پلټنې افسر او د تخنیکي څانګې مسؤلان هم شامل وو.

 

د پولیسو په وینا، پلټنیزې ډلې د پېښې له ځایه شواهد راټول کړل، د سیمې د مشکوکو کسانو په اړه یې معلومات وڅېړل او له ګڼو کسانو یې پلټنې وکړې، چې په پایله کې یې د وژل شوي ماشوم ۱۸ کلن خپلوان محمد عادل ونیول شو.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، تورن د پلټنو پر مهال ویلي چې هغه او د ماشوم پلار امین الله په یوه د څپلیو په کارخانه کې کار کاوه، خو د موبایل د غلا له یوې پېښې وروسته د ماشوم د پلار په غوښتنه له دندې ګوښه شوی و. د پولیسو په وینا، تورن ادعا کړې چې د ماشوم پلار د هغه د چلند په اړه د هغه کورنۍ ته هم شکایت کړی و، چې له امله یې د کورنۍ له خوا سپک شوی او د همدې سپکاوي د غچ اخیستو نیت یې کړی و.

 

پولیس وايي، تورن اعتراف کړی چې د پېښې په ورځ یې ماشوم په چل او فریب له کور سره نږدې له ځان سره بیولی او په یوه شاړه سیمه کې یې په چاړه وژلی دی.

د نوښار ضلعي پولیسو ویلي، د تورن په ښودنه د وژنې لپاره کارول شوې چاړه هم ترلاسه شوې او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.