د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر، نداء محمد ندیم، د خپل وزارت له چارواکو غوښتي چې په خپلو چارو کې همغږۍ، تقوا او سلامشورې ته لومړیتوب ورکړي او رسمي غونډې په دیني مذاکرو، نصیحتونو او هدایاتو پیل کړي.
د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نداء محمد ندیم د وزارت د مشرتابه شورا په غونډه کې د سلامشورې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، هغه چارې چې د مشورو پر بنسټ ترسره کېږي، پایلې یې تر ډېره بریالۍ او اغېزمنې وي.
هغه ټینګار وکړ چې د وزارت ټولې رسمي ناستې باید د دیني مذاکرو، نصیحتونو او هدایاتو په ویلو سره پیل شي.
د وزارت په وینا، د محصلانو چارو مرستیال، مولوي عبدالله سیحان، هم ګډونوالو ته د مسلمانانو د امیر او خلیفه په اړه تفصیلي وینا وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي، په غونډه کې د تېرې مشرتابه شورا د پرېکړو د عملي کېدو ارزونه وشوه او د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست اړوند درې بېلابېل لارښودونه له هر اړخیز بحث وروسته تصویب شول.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د پوهنتونونو د استادانو د علمي او مسلکي ارزونې لارښود هم د شورا د غړو له خوا تصویب شو.
په غونډه کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د زدهکړیالانو د فیسونو د ورکړې پر څرنګوالي هم بحث وشو او په دې اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د ناستې په وروستۍ برخه کې د دولتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو د مالي او اداري چارو د مرستیالانو د کاري پلانونو د ارزونې راپور وړاندې او د مشرتابه شورا له خوا تایید شو.


شال نیوز