بنو : د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د کورنیو چارو او قبایلي چارو ځانګړي سلاکار ،طارق سعید مروت، د جولایۍ په ۲۲مه، بنو ته د سفر پر مهال وویل، چې د قانون واکمني، د خلکو د سر او مال ساتنه او په سیمه کې د تلپاتې سولې ټینګښت د صوبايي حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بنو په میریان تحصیل او ځینو نورو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو له لوري د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هدفي عملیات روان دي. د دغو عملیاتو له امله په ځینو سیمو کې د موبایل او انټرنېټ خدمتونه د څو ورځو راهیسي ځنډول شوي او د تګ راتګ پر چارو هم محدودیتونه لګېدلي دي.
طارق سعید مروت، چې له هغه سره د کورنیو چارو پارلماني سیکرټر او د صوبايي اسمبلۍ غړی حاجي زاهدالله وزیر هم ملګری و، د بنو د امنیتي وضعیت او د حکومت د روانو اقداماتو جاج واخیست.
د بنو ډویژن کمېشنر کېپټن (ریټایرډ) خالد محمود او د بنو سیمي د پولیسو مرستیال مشر (ډي ايي جي) رب نواز خان هغه ته د امنیتي وضعیت، د روانو عملیاتو، امنیتي ترتیباتو او د اړوندو ادارو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل. چارواکو وویل، چې ملکي او امنیتي ادارې د خلکو د سر او مال د ساتنې او د سیمي د امنیت د ټینګښت لپاره په ګډه همغږي کار کوي.
د بنو پولیسو د معلوماتو له مخې، د میریان تحصیل د ممبټي برکزۍ او خاني خېلو په سیمو کې د لټون عملیاتو پر مهال شپږ ځای پر ځای شوي ماینونه، چې شاوخوا ۱۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي پکې کارول شوي وو، شنډ شوي دي. پولیسو ویلي دي، چې په همدې عملیاتو کې ۱۴ شکمن کسان نیول شوي او له هغوي څخه وسلې، مهمات او څو موټرسایکلونه هم ترلاسه شوي دي.
په همدې حال کې د بنو اوسېدونکي وايي، چې د موبایل او انټرنېټ خدمتونو د ځنډ له امله د سوداګرۍ، بانکي راکړې ورکړې، روغتیايي خدمتونو او د خلکو ترمنځ اړیکې اغېزمنې شوې دي. د ښار په ځینو برخو کې د تګ راتګ محدودیتونو هم د خلکو ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د بنو د روان وضعیت په اړه د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې هم بحث شوی و. د حکومت او مخالفو ګوندونو غړو د مخابراتي خدمتونو د ځنډ او د خلکو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. د صوبې د قانون وزیر افتاب عالم اپریدي ویلي وو چې په بنو کې پراخ پوځي عملیات نه، بلکې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هدفي عملیات روان دي او د مخابراتي خدمتونو ځنډول هم د امنیتي اړتیاوو له مخې ترسره شوي دي.
طارق سعید مروت د خپل سفر پر مهال اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د خدمتونو د ښه کولو، د ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا او د ولس د باور د زیاتولو لپاره دې ټولې شته سرچینې وکاروي.
هغه وویل، چې د اعلا وزیر محمد سهیل خان اپریدي په لارښوونه صوبايي حکومت له ټولو اړوندو ادارو سره په نږدې همغږۍ کار کوي، څو په بنو کې امنیت لا ټینګ، د قانون واکمني پیاوړې او عادي ژوند بېرته ور وګرځول شي. نوموړي د ضلعي انتظامیې، پولیسو، امنیتي ځواکونو او نورو ادارو د فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د ادارو ترمنځ همغږي او مسلکي ژمنتیا د امنیت په ټینګښت او خلکو ته د اغېزناکو خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.
بنو په وروستیو میاشتو کې د امنیتي پېښو له زیاتېدو سره مخامخ دی او امنیتي ادارې وايي، چې د روانو هدفي عملیاتو موخه د هغو وسله والو او د هغوي د اسانتیا برابروونکو پر ضد اقدام دی چې د سیمي امنیت ګواښي.
بل لور ته، د سیمي اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د امنیتي اقداماتو ترڅنګ دې د مخابراتي خدمتونو د زر بېرته فعالولو او د ورځنیو ستونزو د کمولو لپاره هم عملي ګامونه واخیستل شي.


شال نیوز