کندهار : د طالبانو مشر، ملا هبت‌ الله اخوندزاده، د کندهار د ولسوالیو او حوزو له ملايانو سره په لیدنه کې له هغوي غوښتي چې په خپل منځ کې محبت، متقابل باور او د اطاعت روحیه پیاوړې وساتي، څو د ده په وینا، مخالفان د اختلاف او تفرقې اچولو فرصت ترلاسه نه کړي.

 

د طالبانو د ویاند ذبیح ‌الله مجاهد له خوا ،د جولایۍ په ۲۲مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ملا هبت‌ الله ویلي، د متقابل اعتماد او اطاعت فضا د نظام د یووالي د ساتنې او د «فتنو د دروازو د تړلو» لپاره اړینه ده.

 

هغه ویلي دي، چې دیني عالمان او حکومتي مسوولان د ټولنې د اصلاح دوه مهم بنسټونه دي او که دواړه خپلې شرعي او اصلاحي دندې په سمه توګه ترسره کړي، د ټولنې اصلاح او د شریعت د احکامو پلي کول به اسانه شي.

 

ملا هبت‌الله اخوندزاده همداراز د خپلې واکمنۍ پر پیاوړتیا، تقوا او د مسوولانو پر اطاعت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې یووالی او همغږي د نظام د دوام لپاره مهم دي.

 

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې درې ورځې وړاندې د نورستان په ولایت کې سختو سېلابونو لسګونه کسان ووژل، لسګونه نور یې ټپیان کړل او ګڼ کورونه او کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړې. خو د طالبانو مشر په خپلې اوږدې وینا کې د نورستان د سېلابونو د قربانیانو یادونه ونه کړه او نه یې هم د هغوي له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه یا د وژل شویو لپاره د مغفرت دعا وکړه.

 

تر دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم د نورستان د سېلابونو په اړه ویلي وو چې خلک حق لري له واکمنو وپوښتي، ولې د ورته طبیعي پېښو د مخنیوي او مدیریت لپاره لازم چمتووالی نه و.