پېښور : د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو وزیر، شفیع جان، وایي چې په صوبه کې تر اوسه له ۵۰۰ څخه ډېر قامپ مشران او د امن کمېټو غړي د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره وژل شوي دي. هغه وایي، د دغو مشرانو قربانۍ د هېواد د سولې لپاره سترې قربانۍ دي او حکومت یې په لوړه سترګه ګوري.

 

شفیع جان دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۲۲مه، د هنګو د مخکښ قامي مشر او د امن کمېټۍ د غړي، حاجي عزت ګل، د وژل کېدو په اړه په خپره کړې اعلامیه کې کړې دي. هغه د حاجي عزت ګل پر وژنه ژوره خواشیني څرګنده کړه او دا یې یو بزدلانه، غندل کېدونکی او خواشینوونکی برید وباله.

 

د هغه په وینا، حاجي عزت ګل په هنګو او شاوخوا سیمو کې د قامي شخړو د هواري، د ولس ترمنځ د روغې جوړې او د سولې د ټینګښت لپاره مهم او اغېزناک رول لوبولی و او خدمتونه به یې تل په درناوي یادېږي. د اطلاعاتو وزیر وویل، چې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل افریدي د حاجي عزت ګل د کورنۍ لپاره د شهید ځانګړی مرستندویه پیکج اعلان کړی دی.

 

شفیع جان زیاته کړه، چې د سولې لپاره د حاجي عزت ګل د ارزښتناکو خدمتونو د درناوي په موخه به صوبايي حکومت د هغه نوم د مړینې وروسته د ملکي اعزاز لپاره وفاقي حکومت ته وړاندیز کړي. هغه وویل، چې د سولې لپاره کار کوونکي ټول قامي مشران د ولس اتلان دي او حکومت به د هغوي قربانۍ تل په درناوي یادوي.

 

د اطلاعاتو وزیر همدارنګه وویل، چې صوبايي حکومت د غم په دې سخت وخت کې د حاجي عزت ګل له کورنۍ سره ولاړ دی. هغه د حاجي عزت ګل د لوړو درجو، د کورنۍ د غړو لپاره د صبر او زغم، او په برید کې د ټپي شوي کس د زر روغتیا دعا وکړه.