کابل : د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني ویلي دي، چې که ظالم له ظلم څخه وېره لري او که مظلوم د عدالت هیله لري، دواړه د عدالت د نظام او محکمو له موجودیت سره تړاو لري. هغه ټینګار کړی چې ظالمان باید پرېنښودل شي او د مظلومانو له حقونو څخه باید په کلکه دفاع وشي.

 

د طالبانو د سترې محکمې له خوا ،د جولایۍ په ۲۳مه، د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، حقاني دا څرګندونې په کابل کې د ښاري ابتداییه محکمې د تازه جوړ شویو لسو زونونو له مسوولانو سره د لیدنې پر مهال کړې دي. هغه وویل: “که ظالم له ظلم څخه وېره لري، لامل یې محاکم دي او که مظلوم د عدالت هیله لري، هغه هم له محاکمو لري؛ نو خپلو درسپارل شویو مسوولیتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.

 

حقاني د عدالت پر اهمیت، په چارو کې د اخلاص او نېک نیت پر ارزښت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د محاکمو دنده ځکه مهمه ده چې د خلکو په نظر د اسلامي نظام عدالت او اصلي بڼه د همدې ادارې له لارې څرګندېږي. هغه زیاته کړه: “ظالمان باید پرېنښودل شي او د مظلومانو له حقونو څخه باید په کلکه دفاع وشي.”

 

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۲۵م کال د جولایۍ په اتمه د طالبانو د مشر هبت‌ الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی و.

 

یادې محکمې ویلي وو، چې دواړه د افغانستان د ښځو، نجونو او نورو هغو کسانو پر وړاندې چې د جنسیت او سیاسي دلایلو پر بنسټ په نښه شوي، د بشریت ضد جرمونو، په ځانګړي ډول د سیستماتیکې ځورونې، په تور تر عدلي تعقیب لاندې دي. د محکمې د دویمې خونې د اعلامیې له مخې، دغه تورونه لږ تر لږه د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې، یعنې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسي مودې پورې تړاو لري.

 

طالبانو تر دې وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې د یادې محکمې صلاحیت نه مني.

 

د حقوقي کارپوهانو په وینا، د جرمونو نړیوالې محکمې د نیولو حکم په خپله د نیولو ضمانت نه کوي، ځکه دغه محکمه خپلواک پولیس ځواک نه لري او د خپلو پرېکړو د عملي کېدو لپاره د غړو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.