کابل : د وسله‌ والو طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د راتلونکې جمعې د خطبې لپاره چمتو کړی متن خپور کړی چې پکې د ښځو له لوري له کوره بهر د عطر کارول، د واده په مراسمو کې د ښځو او نارینوو نڅا، د کوژدې د ګوتۍ تبادله او د واده مخکې د هلک او نجلۍ ناسته ولاړه د شریعت خلاف بلل شوې ده.

 

د وزارت له لوري ،د جولایۍ په ۲۳مه، په خپاره شوي لس مخیز متن کې، چې د “د واده په مراسمو او نورو خوښیو کې له منکراتو او د شریعت خلاف دودونو څخه ډډه کول” تر سرلیک لاندې ترتیب شوی، ویل شوي دي چې د کوژدې پر مهال د هلک او نجلۍ ترمنځ د ګوتۍ تبادله د عیسویانو له دودونو څخه ده او په اسلامي شریعت کې ځای نه لري.

 

د طالبانو په وینا، تر هغو چې د هلک او نجلۍ ترمنځ شرعي نکاح نه وي شوې، دواړه یو پر بل نامحرم دي او د یو بل د لاس لمس کول ورته روا نه دي. په متن کې راغلي چې د کوژدې پر مهال د ګوتۍ اچول، د نکریزو لګول او ورته نور دودونه له همدې امله ناروا ګڼل کېږي.

 

په خطبه کې دا هم ویل شوي دي چې ځیني کورنۍ د واده له مخه هلک او نجلۍ ته اجازه ورکوي څو یو له بل سره وګوري، خبرې وکړي او د یو بل له اخلاقو او طبیعت سره بلد شي، خو د طالبانو په وینا، د نامحرمو ښځو او نارینوو ترمنځ خلوت او ناسته ولاړه په اسلامي شریعت کې حرامه ده.

 

د ناوې د سینګار په اړه هم د وزارت په متن کې راغلي دي چې ځیني سینګارځایونه د شریعت خلاف کړنو د ترسره کېدو مرکزونه دي. په متن کې دعوه شوې چې په دغو ځایونو کې د ناوې وروځې او د مخ ویښتان لرې کېږي، شونډې یې غټېږي او داسې سینګار پرې کېږي چې د طالبانو په باور د شریعت خلاف دی.

 

د ښځو د عطر کارولو په اړه هم ټینګار شوی چې ښځې باید له کوره بهر د داسې عطر له کارولو ډډه وکړي چې بوي یې نورو ته ورسېږي، ځکه د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په وینا، دا عمل د شریعت له نظره ناروا دی.

 

په همدې متن کې د واده او نورو خوښیو په مراسمو کې د ښځو او نارینوو نڅا هم له “منکراتو” څخه ګڼل شوې او له خلکو غوښتل شوي دي چې له دغو مراسمو او دودونو ډډه وکړي.

 

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هره اوونۍ د جمعې د خطبې لپاره ځانګړی متن چمتو کوي او د هېواد جوماتونو خطیبانو ته یې د لوستلو لپاره استوي.

 

دا لارښوونې په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسي پر افغان ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. د دوي د واکمنۍ پر مهال ښځې او نجونې له منځنیو او لوړو زده‌ کړو، ډېرو دولتي او نادولتي دندو او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو منع شوې دي، او د ښځو پر تګ راتګ او په عامه ځایونو کې پر حضور هم سخت محدودیتونه نافذ شوي دي.