پېښور : د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، د پاکستان وزیراعظم ته ،د جولایۍ په ۲۳مه، په استولي لیک کې غوښتنه کړې ده چې د پخوانیو قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن لپاره دې د وفاقي ټیکس معافیت موده وغځول شي او د انضمام پر مهال له خلکو سره شوې ژمنې دې عملي وساتل شي.

 

ګورنر په خپل لیک کې ویلي دي، چې په قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن کې د عایداتي ټیکس، سیلز ټیکس او نورو وفاقي ټیکسونو د پلي کېدو پرېکړه باید له سره وڅېړل شي، ځکه د دغو سیمو اقتصادي وضعیت لا هم د هېواد د نورو برخو په څېر نه دی.

 

فیصل کریم کونډي ویلي دي، چې د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت د قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن ټول صوبایي ټیکسونه ختم کړي، خو تر هغو چې وفاقي ټیکسونه هم لغوه نه شي، د دغو سیمو خلکو ته بشپړ ټیکس ریلیف نه شي ترلاسه کېدی.

 

هغه وړاندیز کړی دی چې د وفاق او صوبې په ګډه دې یوه ګډه کمېټه جوړه شي څو د قبایلي ضلعو اقتصادي او مالي وضعیت په تفصیل وارزوي او د هر ډول نوي ټیکس له نافذولو مخکې دې د سیمي د خلکو د اقتصادي وړتیا بشپړه ارزونه وشي.

 

ګورنر همداراز غوښتنه کړې چې د ټیکسونو موضوع دې د ګډو ګټو شورا یا بل مناسب اساسي قانوني فورم ته د بېړنۍ پرېکړې لپاره وړاندې شي. د هغه په وینا، د قبایلي سیمو خلکو د پاکستان د امن، ثبات او ملي امنیت لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي او د وفاق او صوبې له لوري د یو شان ټیکس پالیسۍ خپلول به د دغو سیمو د خلکو باور پر دولت نور هم پیاوړی کړي.

 

فیصل کریم کونډي ویلي دي، چې که د ټیکسونو په برخه کې اسانتیاوې او معافیتونه ورکړل شي، نو د قبایلي ضلعو او پاټا ټولنیز او اقتصادي پرمختګ به چټک شي او د هېواد له نورو برخو سره د دغو سیمو د بشپړ ادغام بهیر به هم لا ګړندی شي.