لوګر : د افغانستان په لوګر ولایت کې ځايي سرچیني وایي، چې ،د جولایۍ په ۲۳مه، د ماسپښین شاوخوا درې بجې د سختو بارانونو له امله د محمد اغا ولسوالۍ د ذاهد اباد په سیمه کې ناڅاپي سېلابونه راوتلي دي.
د سیمې اوسېدونکو له خوا خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د بارانونو له امله د سېلابونو اوبه په چټکۍ سره د سیمي له لارې بهېږي او د خلکو د تګ راتګ لپاره یې ستونزې رامنځته کړې دي.
تر اوسه د طالبانو ځايي چارواکو د دغو سېلابونو له امله د احتمالي مرګ ژوبلې یا مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي، او د زیانونو د کچې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ختیځو او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.


شال نیوز