واشنګټن : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د طالبانو اداره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پرله پسې پاتې راغلې او همدې وضعیت افغانستان یو ځل بیا د سختدریځو وسله والو ډلو د فعالیتونو او د بریدونو د تنظیم پر مرکز بدل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ،د جولایۍ په ۲۳مه، د امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي دي، چې طالبانو د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خپلې ژمنې نه دي پوره کړې او پرې یې ایښې چې هغه تاوتریخوالی دوام وکړي چې د سیمي د بې ثباتۍ لامل ګرځي. د وزارت په وینا، افراطي ډلې لا هم افغانستان د خوندي پناه ځای په توګه کاروي او له همدې ځایه د ترهګریزو بریدونو د پلان جوړولو او تنظیم لپاره ګټه اخلي.
دا څرګندونې داسې مهال شوې دي چې په وروستیو ورځو کې روسیې او ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د داعش او القاعدې په ګډون د سختدریځو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې تازه کړې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو، چې د داعش خراسان څانګه د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو لوي امنیتي ګواښ دی او هڅه کوي چې د افغانستان له خاورې څخه د خپلو پراختیا غوښتونکو موخو او د یوه تش په نوم خلافت د جوړولو لپاره د اډې په توګه استفاده وکړي.
روسي چارواکو تر دې وړاندې هم دعوه کړې وه چې په افغانستان کې له شلو څخه زیاتې سختدریځې ډلې، چې له ۱۵ زرو ډېر جنګیالي لري، فعالیت کوي او د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته احتمالي ګواښ پېښوي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې د دفتر سرپرست الکساندر زویف ویلي، چې القاعده لا هم په افغانستان کې حضور لري او له طالب چارواکو سره خپلې اړیکې ساتلې دي. هغه زیاته کړې چې د داعش خراسان څانګه او تحریک طالبان پاکستان دا مهال په افغانستان کې تر ټولو فعالې وسله والې ډلې بلل کېږي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا دعوې رد کړې دي. نوموړي د روسیې د چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي، چې د داعش فعالیتونه په بشپړ ډول ځپل شوي، دغه ډله نور په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او د سیمي د هېوادونو اندېښنې بې اساسه دي.
په همدې حال کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د سیمي د هېوادونو اندېښنې پراخې شوې دي. د دوشنبې، اسلام اباد، مسکو او تهران چارواکو په بېلابېلو وختونو کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ۲۳ څخه تر ۲۵ پورې سختدریځې ډلې حضور او فعالیت لري؛ هغه ارزونه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپورونو کې هم یاده شوې ده.


شال نیوز