ټانک : د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې په مانجي خېل سیمه کې ،د جولایۍ په ۲۴مه، د پوځ او پولیسو پر ګډې امنیتي پوستې د بارودو ډک موټر په وسیله زوروره چاودنه شوې ده.

 

د لومړنیو راپورونو له مخې، چاودنه دومره قوي وه چې د پوستې ودانۍ یې په بشپړه توګه ونړوله. پولیس وایي، چې دا د پوځ او پولیسو ګډه امنیتي پوسته وه چې شاوخوا ۴۰ امنیتي سرتېري پکې موجود وو.

 

تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې یا ټپیانو په اړه چارواکو رسمي معلومات نه دي خپاره کړي، او د پېښې د نورو جزییاتو لپاره لا هم د رسمي معلوماتو انتظار کېږي.

 

شال نیوز به په اړه نور معلومات د مخې ته راتلو سره خپلو لوستونکو سره شریک کړي.