کمان ګره : د فرنټیر کور خیبر پښتونخوا نارتھ د چارواکو په وینا، د باجوړ سکاوټس له خوا د ضلعې په سرحدي سیمه کمان ګره کې یو ورځنی وړیا طبي کېمپ جوړ شوی، چې پکې سلګونو ناروغانو ته وړیا طبي معاینات، درملنه او دواوې ورکړل شوې دي.

 

د ایف سي له خوا د جولایۍ په ۲۳مه، د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه طبي کېمپ د ایف سي خیبر پښتونخوا نارتھ د مشر مېجر جنرال ،راو عمران سرتاج، په ځانګړو لارښوونو جوړ شوی و. په کېمپ کې د سیمي د بېوزلو او اړمنو ناروغانو د نارینوو، ښځو او ماشومانو روغتیايي معاینات ترسره شول او ناروغانو ته د ماهرو ډاکټرانو له خوا وړیا طبي سلا او درمل ورکړل شول.

 

چارواکي وايي، چې د ښځو د اسانتیا لپاره د ښځینه ناروغیو ماهرې ډاکټرې هم موجودې وې او ښځینه ناروغانو ته د وړیا الټراساونډ اسانتیا هم برابره شوې وه.

 

د ایف سي په وینا، د کمان ګره او شاوخوا سیمو مشرانو او اوسېدونکو د دې روغتیايي خدمت هرکلی کړی او د ایف سي خیبر پښتونخوا نارتھ او باجوړ سکاوټس مننه یې کړې ده. هغوي هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې هم دا ډول فلاحي او روغتیايي خدمتونه دوام ومومي۔