د بنو ضلعې پولیس دعوه کوي چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د وزیر تحصیل د تلګۍ غرنۍ سیمه کې د پولیسو او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) په ګډو عملیاتو کې څلور وسله وال وژلي او پنځه مشکوک کسان یې نیولي دي.
د پولیسو د رسمي خبرپاڼې له مخې، دا ګډ استخباراتي عملیات ،د جولایۍ په ۲۳مه، د بنو د ضلعي پولیسو مشر کېپټن (ر) محمد فرقان بلال تر څارنې لاندې ترسره شول. په عملیاتو کې د بنو پولیسو، سي ټي ډي او د چټک غبرګون ځواک سرتېرو ګډون کړی و. د عملیاتو مشري د سي ټي ډي اېس پي فضل وحید خان او د کلیوالو سیمو اېس پي اسد علي شاه کوله.
پولیس وایي، چې د عملیاتو پر مهال وسله والو پر امنیتي ځواکونو سختې ډزې وکړې، چې په ځواب کې پولیسو او سي ټي ډي هم متقابل برید وکړ. د دواړو خواوو ترمنځ نږدې اووه ساعته نښته روانه وه.
د خبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي، خو د امنیتي ځواکونو لاس ته یوازې د دوو وژل شویو کسانو جسدونه ورغلي دي. پولیس دعوه کوي چې نور تښتېدلي وسله وال د خپلو دوو وژل شویو ملګرو جسدونه له ځان سره وړي دي.
پولیسو زیاته کړې چې په عملیاتو کې پنځه مشکوک کسان هم نیول شوي او د نورو پلټنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. د عملیاتو له سیمي څخه دوه کلاشینکوفونه، یوه ټوپک، مهمات او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د پولیسو په وینا، د عملیاتو پر مهال د باسیه خېل تاڼې اېس اېچ او انسپکټر راشد خان او کانسټېبل واجد خان لږ ټپیان شوي، چې سمدستي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د خطر څخه بهر ښودل شوی دی.
پولیس وایي، په سیمه کې د لټون او تصفیې عملیات لا هم دوام لري، څو د هر ډول احتمالي وسله والو موجودیت له منځه یوړل شي.
تر اوسه د دې عملیاتو په اړه د وسله والو له لوري کوم غبرګون نه دی خپور شوی او شال نیوز هم د پولیسو د دغو دعوو خپلواک تایید نه دی ترلاسه کړی.


غلام اکبر مروت