لوګر : د افغانستان د لوګر ولایتي اداره وايي، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله تر اوسه ۲۰۰ استوګن کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده. د چارواکو په وینا، د لوګر والي په ځانګړې لارښوونه د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو رسولو عملیات پېل شوي دي.

 

د ولایتي ادارې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست، د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د عامې روغتیا ریاست او امنیتي ځواکونو په ګډه همغږۍ، تر ،د جولایۍ ۲۴مې، له سلګونو زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې دي.

 

چارواکي وايي، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له لوري ۶۰۰ کسانو ته خوراکي توکي وېشل کېږي. همدارنګه هغو کورنیو ته چې کورونه یې ویجاړ شوي، کمپلې، د جامو کڅوړې او روغتیايي کېټونه هم ورکول کېږي.

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې هم اغېزمنو سیمو ته د لومړنیو مرستو او سروې ټیمونه استولي، څو د زیانونو کچه وارزوي او اړمنو کورنیو ته لازمې مرستې ورسوي.

 

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، سېلابونو د څښاک د پاکو اوبو یو شمېر ژورې څاه ګانې او د هغو لمریزې برېښنا تختې هم ویجاړې کړې دي، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د پاکو اوبو ستونزه هم رامنځته شوې ده.

 

د لوګر ولایتي ادارې له ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو غوښتنه کړې، چې د سېلاب ځپلو کورنیو د لاسنیوي لپاره خپلې بېړنۍ بشري مرستې لا زیاتې کړي.