کابل : د ټولګټو وزارت وايي، چې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر مهمې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي، خو د کابل - جلالاباد لویه لاره له پاکولو وروسته بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.
د وزارت د ویاند محمد اشرف حق شناس ،د جولایۍ په ۲۴مه، ویلي دي، چې د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ لاره، د پکتیا د ګردېز - خوست، پکتیا - ګردېز او احمدخېلو ولسوالۍ لارې، د کابل - ګردېز لویه لاره د سټو کنډو په سیمه کې، او همدارنګه د پروان - بامیان لویه لاره د سېلابونو له امله په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د نوموړي په وینا، د کابل - جلالاباد لویه لاره هم د سېلابونو له امله تړل شوې وه، خو د ټولګټو وزارت د اړوند ریاست پرسونل او درنو ماشینونو په هڅو پاکه او بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه. اوس مهال په دې لاره د هر ډول وسایطو تګ راتګ په عادي ډول روان دی.
د ټولګټو وزارت ویلي دي، چې د دغه وزارت عملیاتي پرسونل په ټولو هغو سیمو کې حضور لري چې لارې پکې د بارانونو او سېلابونو له امله تړل شوې دي. د لارو د پاکولو چارې دوام لري او هڅې کېږي چې پاتې تړلې لارې هم زر تر زره بېرته د خلکو پر مخ پرانیستل شي.
وزارت همداراز ویلي دي، چې ټولو ولایتي ریاستونو ته یې لارښوونه کړې ده چې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو پر مهال بشپړ چمتووالی ولري او د تړل شویو لارو د پاکولو او زر تر زره بېرته پرانیستلو لپاره لازم تدابیر ونیسي، ترڅو هېوادوال د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.


شال نیوز