کابل : د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی دی چې له دې وروسته به د شرکتونو د ثبت سندونه، ساین‌ بورډونه، اعلانیز بورډونه، سوداګریز نومونه او سوداګریزې نښې په پښتو او دري ژبو لیکل کېږي.

 

د وزارت له خوا ،د جولایۍ په ۲۳مه، په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دا پرېکړه د مالي او اداري چارو د مرستیال مولوي شهاب‌ الدین ثاقب په مشرۍ په یوې غونډه کې شوې ده. په غونډه کې د شرکتونو د ثبت، مرکزي راجستر او فکري ملکیت د ادارې مسؤلانو او د وزارت نورو چارواکو هم ګډون کړی و.

 

د پرېکړې له مخې، په نویو سوداګریزو اسنادو او د شرکتونو په نومونو کې به د بهرنیو اصطلاحاتو له غیر ضروري کارولو ډډه کېږي. که د کومې بهرنۍ اصطلاح کارول اړین وي، نو ورسره به یې په پښتو او دري ژبو ژباړه هم لیکل کېږي. وزارت ویلي دي، چې مخکېني ثبت سندونه او ساین ‌بورډونه به هم په پړاوونو کې د دې تګلارې له مخې اصلاح او په ملي ژبو برابر شي.

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي شهاب‌ الدین ثاقب ویلي دي، چې د هر ملت هویت له خپلې ژبې او کلتور سره تړلی وي، نو ځکه په رسمي او سوداګریزو چارو کې د پښتو او دري ژبو پیاوړتیا د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.

 

د نوموړي په وینا، په سوداګریزو مرکزونو او اقتصادي بنسټونو کې د ملي ژبو کارول به د هېواد فرهنګي هویت لا پیاوړی کړي او خلکو ته به د معلوماتو ترلاسه کول هم اسانه کړي. وزارت همداراز ویلي دي چې د دې تګلارې د عملي کېدو د څار لپاره به ځانګړې کمېټه جوړه شي. دا کمېټه به هره اوونۍ د شرکتونو ساین‌ بورډونه، د ثبت سندونه او نور سوداګریز اسناد ارزوي او د اړتیا په صورت کې به د اصلاح لپاره سپارښتنې کوي.

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ټولو شرکتونو او سوداګریزو بنسټونو غوښتي دي چې نوې لارښوونې عملي کړي. وزارت زیاتوي، د دې پالیسۍ د پلي کېدو لپاره به د عامه پوهاوي کمپاین هم پېل شي.

 

دا پرېکړه د طالبانو د حکومت د هغې تګلارې برخه بلل شوې چې موخه یې په دولتي او خصوصي سکټور کې د پښتو او دري ژبو کارول پراخول او ملي هویت ته لا ډېر ځای ورکول دي.