ټانک : د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې د مانجهي خېل په ګډه امنيتي پوسته ،د جولایۍ د ۲۳مې، له ځانمرګي برید وروسته د وژل شويو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

 

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ایي ایس پي ار) له خوا ،د جولایۍ په ۲۴مه، خپرې شوې خپرپاڼې له مخې، د بریدګرو له ډلې یو ځانمرګي بریدګر د بارودو ډک موټر امنیتي پوستې سره وجنګول چې له امله یې پوستې ته سخت زیان ورسېدل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د چاودنې په نتیجه کې ۱۵ کسان ووژل شول چې پکې ۱۲ امنیتي سرتېري، ۲ پولیس سرتېري او یو د ځنګلاتو د محکمې کارکوونکی شامل وو.

 

ایي ایس پي ار د ټپیانو په اړه رسمي تایید ندی خپور کړی، خو ،د سرچینو په وینا، په برید کې څلور پولیس او ۲۶ امنیتي سرتېري ژوبل شوي هم دي، چې ټول ژوبل عسکر د ټانک روغتون او د ډیره اسماعیل خان ګډ پوځي روغتون ته وړل شوي.

 

د چارواکو په وینا، د ژغورنې او سیمې د پاکولو عملیات بشپړ شوي دي، خو په روغتونونو کې بېړنی حالت لا هم په ځایی دی او په ټوله ضلعه کې کرفیو دوام لري.

 

همدا مهال، په برید کې د وژل شوو دوو پولیس سرتېرو او د ځنګلاتو ادارې د یوه کارکوونکي جنازې ،د جولایۍ په ۲۴مه، په پولیس لاین ټانک کې ترسره شوې.

 

د پولیسو په وینا، په مراسمو کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید، د صوبې چیف سیکرټري شهاب علي شاه، د اعلا وزیر ځانګړي سلاکار طارق سعید مروت او نورو ملکي او امنیتي چارواکو ګډون کړی و. 

 

بلخوا، د ټانک د پولیسو مشر ،ډي پي او، هم تایید کړی دی چې برید هغه مهال پېل شو چې لومړی یو ځانمرګي بریدکونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي پوستې له ودانۍ سره وجنګاوه، چې له امله یې زوروره چاودنه رامنځته شوه او ودانۍ ونړېده. د هغه په وینا، وروسته له بل لوري وسله‌ والو برید پېل کړ او نښته د سهار تر وخته روانه وه، چې په ترڅ کې یې درې بریدکونکي هم ووژل شول.

 

یو امنیتي سرتېري، د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د چاودنې پر مهال د پوستې بل لوري ته پهره کې ولاړ و. د هغه په وینا، له چاودنې وروسته پرې ډزې پېل شوې او وروسته درې کسان د کمانډو په یونیفورم کې ورغلل او ځانونه یې د پوځ د ځانګړي ځواک غړي معرفي کړل. نوموړي وویل، کله چې سرتېرو له سنګرونو د وتلو هڅه وکړه، همدغو کسانو پرې ډزې وکړې. چې بیا وروسته د امنیتي عسکرو په ډزو ووژل شول.

 

د ضلعې پولیسو مشر په وینا، بریدکونکي له مخکې پلان سره راغلي وو، چې د امنیتي عسکرو په جامه (وردۍ) کې دوي ته زیان ورسوي خو امنیتي ځواکونو برید شنډ کړ او دوي یې له مینځه یوړل.

 

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي برید په سختو ټکو غندلی او دعوه یې کړې چې دا برید د “هند له خوا تمویل شويو ترهګرو” ترسره کړی دی. هغه ویلي، “دا ډول بریدونه زموږ حوصلې نه شي ماتولی.”

 

له بلې خوا، د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت تر اوسه د دې سترې پېښې په اړه کوم رسمي تفصیلي دریځ نه دی خپور کړی، چې له امله یې پر ټولنیزو رسنیو او سیاسي کړیو کې نیوکې راپورته شوې دي.