سالارزي : د باجوړ ضلعې د سالارزو تحصيل د تلي ډېم ته نږدې ،د جولایۍ په ۲۵مه، په يوه بمي چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي. د باجوړ د پوليسو مرستيال افسر (ډي اېس پي) ،جمال شاه، د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په چاودنه کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ژغورنې ډلې، پوليس او د اړوندو ادارو چارواکي سيمې ته رسېدلي او د مرستندويه او پلټنيزې چارو پېل يې کړی دی.

 

سرچينې وايي، چې د وژل شويو له ډلې د يوه کس مړی د نورو قانوني چارو لپاره د خار ضلعي روغتون ته لېږدول شوی، خو د بل وژل شوي کس د مړي د موندلو لپاره د تلي ډېم په اوبو کې د ژغورنې عمليات دوام لري.

 

د پوليسو د تاڼې مشر ،باچا رحمان، په مشرۍ د پوليسو درنه ډله هم سيمې ته رسېدلې ده. پوليسو ټوله سيمه کلابنده کړې، امنيتي تدبيرونه يې سخت کړي او د شواهدو راټولولو ترڅنګ يې د چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنې پېل کړې دي.

 

تر اوسه د چاودنې د لامل، د وژل شويو د پېژندګلوۍ او د پېښې د نورو جزئياتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. پوليس او اړوندې ادارې د پېښې بېلابېل اړخونه څېړي.