نوښار : د پاکستان تحريک انصاف د باني عمران خان خور، عليمه خان، ويلي دي چې عمران خان د ولس اتل دی او د هغه د خوشي کېدو لپاره بايد ولس راويښ شي. هغې دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۲۵مه، د نوښار د رشکۍ انټرچېنج په سيمه کې د پاکستان تحريک انصاف د غړو او مشرانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
عليمه خان وويل، چې عمران خان په زندان کې د مظلومو خلکو او د جمهوريت لپاره مبارزه کوي. هغې زياته کړه، چې د ګوند له لوري پېل شوی ولسي احتجاجي خوځښت به د عمران خان د خوشي کېدو لپاره يو مهم پړاو ثابت شي.
د هغې په وينا، د عمران خان د خوشي کېدو لپاره د ولس ملاتړ او سياسي ګډون اړين دی، او ګوندي غړي بايد خپلې هلې ځلې لا پسې پياوړې کړي.
په دې غونډه کې ساجد مشواڼي، د قامي اسمبلۍ يو شمېر غړي، بلدياتي استازي او د پاکستان تحريک انصاف ګڼ شمېر غړو او پلويانو ګډون کړی و.
تر اوسه د عليمه خان د دغو څرګندونو په اړه د پاکستان د حکومت يا نورو اړوندو چارواکو له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.


ندیم مشواني