واڼا : د کوز سويلي وزيرستان د واڼا اړوند د زمچن په غرنۍ سيمه کې د مارټر د يوې ګولۍ د لګېدو له امله يوه ښځه مړه شوې او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

 

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، پېښه ،د جولایۍ په ۲۶مه، هغه مهال رامنځته شوه چې د سيمې يو شمېر ښځو او ماشومانو د کورني استعمال لپاره د سون لرګي راټولول. په همدې مهال پرې د مارټر يوه ګولۍ ولګېده.

 

په پېښه کې د ګنګي خېل قام د خوجمت خېل څانګې اوسېدونکې حاضره بي بي، د محمد ولي مېرمن، پر ځای مړه شوې ده. همداراز محمد ولي د رحمان ګل زوې او فضل الرحمن د رحمان ګل زوې ټپيان شوي دي.

 

ځايي اوسېدونکو ټپيان سمدستي د واڼا ضلعي مرکزي روغتون ته ولېږدول، خو د ډاکټرانو په وينا د دواړو د روغتيايي حالت د جدي والي له امله د لا ښه درملنې لپاره د ډېره اسماعيل خان روغتون ته استول شوي دي.

 

د پېښې وروسته په سيمه کې د خپګان فضا خپره شوې ده. د سيمې اوسېدونکو له اغېزمنې کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپيانو د زر رغېدو دعا يې کړې ده.

 

تر اوسه روښانه نه ده چې د مارټر دا ګولۍ له کوم لوري توغول شوې. د پېښې په اړه اړوندو امنيتي يا حکومتي چارواکو رسمي دريځ نه دی څرګند کړی.