ټانک : د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې څخه ترلاسه شوي راپورونه وایي، چې د پاکستان امنیتي چارواکو ،د جولایۍ په ۲۶مه، د هغو ځینو وژل شویو کسانو جسدونه، چې دوي یې د مانجهي خېل پر ګډه امنیتي پوسته د برید کوونکو په توګه یادوي، د ټانک ښار په مرکزي چوک کې د خلکو د لیدو لپاره اېښي وو.
د پاکستان پوځ ،د جولاۍ په ۲۳مه، په خپاره کړي بیان کې ویلي وو چې د مانجهي خېل پر امنیتي پوسته په برید کې ۱۵ کسان وژل شوي، چې د پوځ په وینا ۱۲ امنیتي سرتېري، دوه پولیس او یو ولسي وګړی پکې شامل وو. پوځ همداراز دعوه کړې وه چې په ځوابي عملیاتو کې یې ۱۲ برید کوونکي هم وژلي دي.
خو د سیمې د عیني شاهدانو او ځايي خبریالانو په وینا، د ټانک ښار په مرکزي چوک کې یوازې د درېیو کسانو جسدونه اېښودل شوي وو، او د هغوي هویت تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی. ځايي خبریالان وایي، چې د جسدونو ترڅنګ داسې پاڼې هم اېښودل شوې وې چې پرې د «جهنمي سپي» عبارت لیکل شوی و. د راپورونو له مخې، دغه جسدونه د شپې ناوخته د ټانک د میونسپل کمېټۍ له لوري له یاد ځایه پورته او نامعلوم ځای ته ولېږدول شول.
بل لور ته، د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د جسدونو په عامه ځای کې اېښودل غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول چلند د انساني کرامت او نړیوالو بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی. هغوي د دې پېښې د ټولو اړخونو د روښانه کېدو لپاره د یوې خپلواکې، شفافې او بې طرفه پلټنې غوښتنه کړې ده.
تر اوسه د بشري حقونو د فعالانو د دغو څرګندونو په اړه د پاکستان د پوځ یا نورو اړوندو حکومتي چارواکو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.
شال نیوز په خپلواکه توګه نه دي توانېدلي چې د جسدونو د هویت، د پېښې د څرنګوالي او د خپرو شویو دعوو خپلواکه تصدیق وکړي.


عدنان بېټنی