خوازه خېله : د سوات د خوازه خېلې اوسېدونکي او نومیالي غرختونکي سید علي شاه، چې نږدې یوه میاشت وړاندې د فلک سیر غر د سر کولو پر مهال په ګلیشیر کې نادرکه شوی و، د جولایۍ په ۲۶مه، یې په خپله پلرنۍ سیمه کې غائبانه جنازه ادا شوه.
د جنازې په مراسمو کې د نوموړي د کورنۍ غړو، خپلوانو، ملګرو او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون وکړ او د هغه لپاره یې د مغفرت دعاوې وکړې.
سید علي شاه د فلک سیر څوکې د ختلو پر مهال په ګلیشیر کې ورک شوی و. د هغه ملګرو ویلي وو چې د ژغورنې هڅه یې کړې وه، خو د سختې واورې، یخنۍ او خراب موسم له امله ونه توانېدل هغه راوباسي.
تر دې یوه اوونۍ وړاندې د ګلګت د الپاین ډلې تجربه لرونکي غرختونکي، د سیمې له ځايي غرختونکو سره یو ځای، د نوموړي د جسد د را ایستلو لپاره فلک سیر ته ختلي وو، خو د خراب موسم او خطرناکو شرایطو له امله هغوي هم ونه توانېدل جسد ته ورسېږي او بېرته راستانه شول.
د سید علي شاه کورنۍ وايي، چې تر هغو به یې زړونه ارام نه شي، څو د نوموړي جسد خپل کور ته راونه رسېږي او د خپلو لاسونو په وسیله یې خاورو ته ونه سپاري.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکو پر حکومت او اړوندو ادارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په غرنیو سیمو کې د بیړني ژغورنې لپاره نه چورلکې شته او نه هم مسلکي غرني ژغورونکي ټیمونه.
د دوي په وینا، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د غرنیو پېښو لپاره ځانګړي ریسکیو ځواکونه او پرمختللې اسانتیاوې موجودې دي، خو په پاکستان کې لا هم د ورته پېښو پر مهال د ژغورنې امکانات محدود دي، چې له امله یې د انسانانو د ژغورلو او یا هم د جسدونو د را ایستلو چارې له جدي ستونزو سره مخ کېږي.


عصمت علي اخون