واڼا : په کوز سویلي وزیرستان کې د قانوني پټرولو پمپونو مالکانو دعوه کړې ده چې په سیمه کې د ګمرکي محصول له ورکړې پرته د پټرولیمي توکو ناقانونه لېږد لا هم دوام لري، چې د دوي په وینا د اوګرا د قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د قانوني پمپونو کاروبار ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

 

د پمپونو مالکانو ،د جولایۍ په ۲۶مه، ویلي دي چې د تیلو ټانکرونو له لارې په ناقانونه ډول پټرولیمي توکي د کوز سویلي وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې ناقانونه ډبه سټېشنونو ته رسول کېږي. د دوي په خبره، دې کار د هغو پمپونو لپاره ستونزې جوړې کړې دي چې د اوګرا او د تیلو د شرکتونو ټول قوانین او شرطونه یې پوره کړي دي.

 

د سرچینو په وینا، د پاکستان سټېټ اویل چارواکو په دې اړه د کوز سویلي وزیرستان مرستیال کمېشنر او د ضلعې د پولیسو مشر ته رسمي لیک استولی دی. په دغه لیک کې د پی ایس او له منظور شويو پټرولو پمپونو لېست هم ورسره شریک شوی او له اړوندو ادارو غوښتل شوي دي چې یوازې قانوني او د اوګرا له مقرراتو سره سم پمپونو ته د پټرولیمي توکو د رسولو اجازه ورکړي او د ناقانونه لېږد پر ضد قانوني اقدام وکړي.

 

د پمپونو مالکانو ویلي دي، چې که څه هم اوګرا اړوندو ادارو ته د خپلو قوانینو او کړنلارې په اړه لارښوونې کړې دي، خو د دوي په دعوه، د ناقانونه پټرولیمي توکو لېږد لا هم نه دی بند شوی.

 

هغوي د ډېره اسماعیل خان له مرستیال پولیس مشر (ډي ایي جي) او کمېشنر څخه غوښتنه کړې ده چې د کوز سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیې او پولیسو ته دې سپارښتنه وکړي، څو د اوګرا د قوانینو د سرغړوونکو پر ضد جدي قانوني اقدام وشي او د ناقانونه پټرولیمي توکو لېږد زر تر زره ودرول شي.

 

د پمپونو د مالکانو په وینا، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، نه یوازې به د وزارت د پټرولیم او اوګرا له خوا منظور شوي قانوني پټرولو پمپونه له اقتصادي ستونزو سره مخ شي، بلکې ملي خزانې ته به هم د مالیاتو د ضایع کېدو له امله زیان واوړي.

 

بلخوا د کوز سویلي وزیرستان مرستیال کمېشنر عرفان علي شال نیوز ته ویلي دي، چې د ناقانونه پټرولیمي توکو د لېږد د مخنیوي لپاره یې د ضلعې د پولیسو مشر ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

 

د هغه په وینا، د سپینکۍ رغزۍ په سیمه کې د امنیتي پوستې د جوړولو او د ناقانونه پټرولیمي توکو پر ضد د پراخو عملیاتو د ترسره کولو لارښوونه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د دې پرېکړو عملي کول د پولیسو مسؤلیت دی او اړوند چارواکي په دې اړه خبر کړل شوي دي.