تیمرګره : د کوز دیر د ارنګ - باجوړ سیمې مشرانو ویلي دي، چې د ارنګ - باجوړ ۱۵ کیلومتره اصلي سړک له لسو کلونو راهیسې نیمګړی پروت دی او د نه جوړېدو له امله د سیمې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

د ارنګ باجوړ مشرانو او د اتمان‌ خېل قام استازو، پرنسپل ملک جان محمد، حاجي ملک پکوان، حاجي ملک فضل الرحمن، ملک شاهي بخت، حاجي شیر ملک، حاجي بختور جان او ملک احسان الله ،د جولایۍ په ۲۶مه، په تیمرګره کې خبري غونډې ته وویل، چې دغه سړک لس کاله وړاندې د بیا رغونې په نوم ونړول شو، خو تر اوسه یې د بیارغونې چارې نه دي بشپړې شوې.

 

دوي وویل، چې د سړک د خراب وضعیت له امله د سیمې زرګونه اوسېدونکي هره ورځ د تګ راتګ، زده‌ کړو، سوداګرۍ او روغتیايي خدمتونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

 

د سیمې مشرانو د قامي او صوبايي اسمبلۍ پر غړو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې که د ارنګ - باجوړ د سړک د جوړولو چارې زر تر زره پېل نه شي، نو د اسمبلۍ د غړو د کورونو مخې ته او پر جي ټي سړک به احتجاجي پرلت پېل کړي.

 

دوي له حکومت څخه وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د سړک د بیارغونې کار دې بې له ځنډه پېل کړي.