لنډي کوتل : د خیبر ضلعې په لنډي کوتل کې د حمزه بابا د مزار مخې ته ،د جولایۍ په ۲۶مه، د تورخم سرحدي لارې د اوږدې مودې راهیسې د تړل کېدو پر ضد د مزدورانو، کسټم کلیرنګ اېجنټانو، ټرانسپورټرانو، سوداګرو، ټولنیزو فعالانو او قبایلي مشرانو یوه ګډه جرګه وشوه، چې پکې د پولې د سمدستي پرانیستې غوښتنه وشوه.

 

د جرګې ګډونوالو وویل، چې د تېرو لسو میاشتو راهیسې د تورخم سرحدي لار د پرله‌ پسې تړل کېدو له امله زرګونه کورنۍ له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوې دي. د دوي په وینا، د سرحدي لارې بندښت د کسټم کلیرنګ اېجنټانو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو، سوداګرو او نورو اړوندو خلکو د عاید سرچینې له منځه وړې او سوداګریز فعالیتونه یې په ټپه درولي دي.

 

جرګې ته د وینا پر مهال شاه خالد شینواري، افتاب شینواري، کلیم الله، اسرار احمد او د طورخم د کسټم کلیرنګ اېجنټانو د ټولنې مشر مجیب شینواري وویل، چې د سرحدي لارې اوږده تړل کېدو د سیمې اقتصاد ته سخت زیان رسولی او زرګونه کسان یې بې‌ روزګاره کړي دي. دوي خبرداری ورکړ، که حکومت زر تر زره د ستونزې هوارولو لپاره عملي ګامونه وانخلي، نو د خلکو اقتصادي ستونزې به لا پسې ژورې شي.

 

د جرګې ګډونوالو د روان وضعیت یادونه د “اقتصادي قتل عام” په توګه وکړه او له پاکستاني حکومت څخه یې وغوښتل چې د تورخم سرحدي لار په دوامداره توګه پرانیزي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سوداګري بېرته عادي حالت ته راولي، څو اغېزمنو خلکو ته د کار او روزګار زمینه برابره شي.

 

په پای کې د جرګې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د تورخم سرحدي لارې د پرانیستې او د سوداګرو، مزدورانو او نورو اغېزمنو کسانو د حقونو د خوندي کولو لپاره به خپله ګډه مبارزه روانه ساتي.