بنو : د بنو د پولیسو د امن کمېټۍ غړو ،د جولایۍ په ۲۷مه، د بنو د ډي ‌پي‌ او د بدلون، د موبایل انټرنېټ د خدمتونو د بېرته فعالېدو او د ایلیټ پولیسو د ځانګړې قطعې د بیا پر ځای کولو په غوښتنه احتجاج پېل کړی او د ښار درې مهمې لارې یې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

 

د احتجاج کوونکو په وینا، د غوریواله، سپینه تنګي او د بنو ـ انډس هایوې نښلوونکې لار د احتجاج په توګه تړل شوې، چې له امله یې د بنو مهمې داخلي او خارجي لارې د ترافیکو پر مخ بندې شوې دي.

 

د پولیسو د امن کمېټۍ مشر حضرت الله وویل، چې د بنو ډي ‌پي‌ او د دوي د ایلیټ پولیسو ځانګړې ډله (پلاټون) منحل کړې، چې له امله یې د کمېټۍ غړي سخت اندېښمن شوي دي. هغه زیاته کړه، چې تر هغو چې د بنو ډي‌ پي‌ او ونه بدلېږي، د موبایل انټرنېټ خدمتونه بېرته فعال نه شي او د ایلیټ پولیسو پلاټون بیا پر ځای نه شي، د دوي احتجاج او د سړکونو تړل به دوام ولري.

 

د پولیسو د امن کمېټۍ ویاند میرزمان مروت هم په یوه بیان کې ویلي دي، چې د بنو په کچه د موبایل انټرنېټ د زر تر زره فعالولو او د ډي‌ پي‌ او د هغو اقداماتو پر ضد، چې دوي یې ناعادلانه بولي، احتجاج روان ساتي.

 

تر اوسه د خیبر پښتونخوا پولیسو یا ضلعي انتظامیې د دغو غوښتنو او احتجاج په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی. د لارو د بندېدو له امله مسافر او ځايي اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.