لنډی کوتل : د ال تورخم کسټم کليرنګ اېجنټانو ټولنې د تورخم سرحدي لارې د تړلو پر ضد د اګست په ۲مه، سهار لس بجې د لنډي کوتل په باچا خان چوک کې د لويې ولسي احتجاجي غونډې اعلان کړی او له سياسي او ټولنيزو فعالانو، منتخب ولسي استازو، سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او د سيمې له ټولو اوسېدونکو يې پکې د پراخ ګډون غوښتنه کړې ده.
د دې پرېکړې اعلان ،د جولایۍ په ۲۷مه، د ال تورخم کسټم کليرنګ اېجنټانو ټولنې مشر مجيب شينواري، معراج الدين شينواري، د ټرانسپورټ اتحاديې، د مزدورانو اتحاديې او افتاب شينواري په خيبر ضلعې پرېس کلب، لنډي کوتل کې د يوې ګډې خبري غونډې پر مهال وکړ.
ويناوالو وويل، چې د تورخم سرحدي لار د تړلو له امله د سيمې اقتصادي ژوند سخت اغېزمن شوی دی او په زرګونو کورنۍ له بې روزګارۍ او مالي ستونزو سره مخ شوې دي. د دوي په وينا، له تېرو لسو مياشتو راهيسې ځايي مزدوران، ټرانسپورټران، کسټم کليرنګ اېجنټان او سوداګر د روزګار له سخت بحران سره مخ دي.
دوي زياته کړه چې د ستونزې د حل لپاره يې له اړوندو ادارو سره پرله پسې اړيکې نيولې، په بېلابېلو فورمونو کې يې خپله ستونزه شريکه کړې، څو ځله يې احتجاجونه کړي او خپلې غوښتنې يې وړاندې کړې دي، خو تر اوسه يې کومه عملي پايله نه ده ترلاسه کړې. د دوي په وينا، د همدې وضعيت له امله زرګونه کورنۍ د بې روزګارۍ او لوږې له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
د خبري غونډې ګډونوالو د باړې د سوداګرو د شټر ډاون احتجاج بشپړ ملاتړ هم اعلان کړ او ويې ويل، چې که غوښتنې يې ونه منل شوې، نو د اګست په دويمه به د احتجاج په توګه د لنډي کوتل بازار او د پاکستان ـ افغانستان لويه لار وتړي.
دوي وويل، چې د لنډي کوتل د سلګونو زرو اوسېدونکو روزګار په مستقيم ډول له تورخم سرحدي لارې سره تړلی دی، له همدې امله حکومت بايد د لارې د پرانيستلو لپاره بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي. ويناوالو د سيمې له منتخب ولسي استازو هم وغوښتل چې د احتجاجي غونډې برخه شي او د اغېزمنو خلکو غږ تر اړوندو ادارو ورسوي.
په همدې خبري غونډه کې معراج الدين شينواري وويل، چې د تورخم سرحدي لارې د ستونزې په اړه اړوندو ادارو او مسؤلينو چوپتيا خپله کړې، حال دا چې هغوي د خلکو له اقتصادي ستونزو او زيانونو په بشپړه توګه خبر دي. نوموړي وويل، چې د عملي اقداماتو د نه ترسره کېدو له امله خلک نور د زغم له پولې اوښتي او سړکونو ته د راوتلو پرېکړه يې کړې ده.
هغه خبرداری ورکړ، چې که د تورخم سرحدي لار د پرانيستلو لپاره سمدستي او عملي ګامونه پورته نه شي، نو احتجاجي تحريک به نور هم پراخ او سخت شي.


امان علي شینواری