چترال : د کوز چترال ډپټي کمشنر راجه هاشم اعظم د هغو راپورونو په کلکه ترديد کړی دی چې پکې دعوه شوې وه، چې طالبانو د چترال د شاه سليم په سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.

 

ډپټي کمشنر راؤ هاشم عظیم ،د جولایۍ په ۲۷مه، شال نيوز ته وويل، چې دا راپورونه “درواغ، بې بنسټه او ناسم” دي او په شاه سليم يا د کوز چترال په کومه بله سيمه کې داسې هېڅ پېښه نه ده شوې.

 

بلخوا د شال نيوز د چترال خبريال سيد اصف شاه کاکاخېل هم د شاه سليم درې له ځايي اوسېدونکو، قامي مشرانو او نورو باخبرو سرچينو سره خبرې کړې دي. د نوموړي په وينا، ټولو سرچينو تاييد کړې دی چې په سيمه کې نه کوم هوايي بريد شوی، نه چا د الوتکو غږ اورېدلی او نه هم د چاودنې يا کومې بلې غيرمعمولي پېښې راپور ترلاسه شوی دی.

 

له دې وړاندې طالبانو پورې تړلو ځينو رسنيو دعوه کړې وه چې ،د جولایۍ په ۲۸مه، سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د خيبر پښتونخوا د چترال ضلعې د شاه سليم په سيمه کې يې د داعش او د افغانستان د مقاومت او آزادۍ جبهو پر هغو مبهمو مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې ،د دوي په دعوه، له افغانستان سره د بريدونو د پلان جوړولو لپاره کارېدل.

 

خو د دغو دعوو په اړه تر اوسه هېڅ خپلواکه تاييد نه دی شوی. د کوز چترال ضلعي انتظاميې دا راپورونه په بشپړه توګه رد کړي، او د شال نيوز د سيمه ييزو پلټنو له مخې هم په شاه سليم سيمه کې د داسې کوم بريد يا غيرمعمولي حالت نښې نه دي موندل شوې.