تخت بای : د جرمني يو پلاوي ،د جولایۍ په ۲۸مه، د مردان د تاريخي سيمې تخت بای ليدنه وکړه او د بودايي تمدن د دې نړيوال فرهنګي ميراث د ساتنې او ارزښت ستاينه يې وکړه. پلاوي وويل، چې تخت بای يوازې د پاکستان نه، بلکې د ټولې نړۍ يو ګډ فرهنګي ميراث دی او د راتلونکو نسلونو لپاره يې ساتنه ځانګړی اهميت لري.
پلاوي د تخت بای لرغوني اثار، د بودايي راهبانو د استوګنې خونې، عبادتځايونه او نور تاريخي جوړښتونه له نږدې وکتل. د ليدنې پر مهال ورته د دې لرغوني ښار د تاريخ، د بودايي تمدن د ودې او د لرغونو اثارو د ساتنې د روانو پروژو په اړه هم معلومات ورکړل شول.
د جرمني پلاوي د خیبر پښتونخوا د لرغونپوهنې او موزيمونو ادارې د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دغه اداره د صوبې د تاريخي او فرهنګي ميراث د خوندي کولو، بيا رغونې او نړيوالې پېژندنې لپاره د قدر وړ کار کوي.

پلاوي زياته کړه، چې د تخت بای په څېر لرغوني ځايونه د بشريت د ګډ تاريخ ژوندۍ نښې دي. د دوي په وينا، د دغسې اثارو ساتنه يوازې د تاريخ د خوندي کولو لپاره نه، بلکې د علمي څېړنو، کلتوري تبادلې او سيلانۍ د ودې لپاره هم مهمه ده.
د جرمني پلاوي هيله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به د پاکستان او جرمني ترمنځ د لرغونپوهنې، فرهنګي څېړنو، د لرغونو اثارو د ساتنې او سيلانۍ په برخو کې همکاري لا پراخه شي، څو د تخت بای په څېر تاريخي ځايونه په نړيواله کچه لا زيات وپېژندل شي.
تخت بای د بودايي تمدن له تر ټولو مهمو مذهبي او تعليمي مرکزونو څخه ګڼل کېږي. دا لرغونی ښار، چې شاوخوا دوه زره کاله پخوانی تاريخ لري، د خپل ځانګړي معماري جوړښت او تاريخي ارزښت له امله په ۱۹۸۰م کال کې د يونيسکو د نړيوال فرهنګي ميراث په نوملړ کې شامل شو او نن د پاکستان د مهمو تاريخي او سيلانيزو سيمو له ډلې شمېرل کېږي.


پامیر جان