باجوړ : د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعي انتظامیې د امنیتي اندېښنو له امله کروندګرو او د سیمې اوسېدونکو ته لارښوونه کړې ده چې د جوارو ولاړ فصل دې د درېیو ورځو په موده کې له کروندو څخه لرې کړي.

 

د چارواکو له خوا ،د جولایۍ په ۲۸مه، د خپرې شوې خبرتیا له مخې، دغه پرېکړه د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره شوې ده. په اعلامیه کې ویل شوي دي، چې که څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي، نو د قانون له مخې به پرې اقدام وشي.

 

تر اوسه چارواکو د دې پرېکړې د امنیتي دلایلو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. بلخوا، د سیمې د کروندګرو ممکنه غبرګون هم لا مخې ته نه دی راغلی.