بنو : د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د پولیسو د امن کمېټۍ له لوري د موبایل شبکو او انټرنېټ د اوږدمهاله بندښت، د ځینو پولیسو د تبادلو او د ضلعي پولیسو مشر (ډي‌ پي‌ او) د بدلون غوښتنې لپاره احتجاج دوام لري.

 

احتجاج کوونکو ،د جولایۍ په ۲۸مه، د بنو - میرام شاه، بنو - کوهاټ او بنو - ډېره اسماعیل خان مهمې لارې وتړلې، چې له امله یې سلګونه مسافر، باروړونکي موټر او عام خلک په لارو کې بند پاتې شول او د ښار سوداګریز او ترانسپورتي فعالیتونه هم اغېزمن شول.

 

د ځايي سرچینو په وینا، د پولیسو د امن کمېټۍ استازو د خپلو غوښتنو د هواري لپاره له ضلعي انتظامیې سره مذاکرات وکړل، خو د موبایل شبکو او انټرنېټ د بحالۍ، د ځینو پولیسو د تبادلو او نورو غوښتنو په اړه کومه هوکړه ونه شوه او خبرې بې‌ پایلې پای ته ورسېدې.

 

د احتجاج کوونکو په وینا، په بنو کې د تېرو څو اوونیو راهیسې د موبایل شبکو او انټرنېټ بندښت د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی دی. هغوي وایي، چې سوداګر، زده ‌کوونکي، ناروغان او کاروباریان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي چې مخابراتي خدمتونه دې زر تر زره بېرته فعال شي. د دوي په وینا، د پولیسو په لیکو کې شوې ځینې وروستۍ تبادلې هم د اندېښنې وړ دي او باید له سره وکتل شي.

 

بل لور ته د بنو ضلعي پولیسو مشر، کپتان (ر) محمد فرقان بلال، ویلي دي چې د پولیسو د سولې کمېټه د پولیسو رسمي اداره نه ده او د پولیسو په اداري چارو کې د لاسوهنې اجازه نه شي ورکول کېدی. هغه ویلي دي، چې د پولیسو ټولې اداري پرېکړې به د قانون او مقرراتو له مخې ترسره کېږي او هېڅ ډول فشار به ونه منل شي.

 

تر دې دمه ضلعي انتظامیې د خبرو د پایلو یا د لارو د پرانیستل کېدو په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې. وروستي معلومات ښيي چې د خبر تر لیکلو پورې درې واړه لویې لارې تړلې وې او د موبایل شبکې او انټرنېټ هم لا نه وو بحال شوي، چې له امله یې په بنو کې د خلکو اندېښنې او د بې‌ باورۍ فضا لا هم پر خپل ځای پاتې ده.