د بنوں د فتح خېل په پوليس چوکۍ کې د ځانمرګي برید له پېښې وروسته د وژل شوو ۱۵ پولیس سرتېرو جنازه د بنو په پولیس لاین کې ترسره شو. په جنازه کې د بنو ریجن ډي آیي جي سجاد خان، ډي پي او یاسر آفریدي، د لکي مروت ډي پي او نذیر خان او نورو لوړپوړو پولیس چارواکو، سرتېرو او د وژل شویو خپلوانو په ګڼ شمېر ګډون وکړ.
په دې موقع ډي آیي جي سجاد خان وویل چې د بنو پولیس یوه زړوره ځواک دی او تل یې په سختو حالاتو کې مېړانه ښودلې ده. هغه زیاته کړه چې د وژلی شویو وینه به بې حسابه نه پاتې کېږي او همداراز یې د وژل شویو کورنیو ته د هر ډول مرستې ډاډ هم ورکړ.

د فتح خېل چوکۍ برید حال
د بنو فتح خېلو په پولیس چوکۍ ،د مې په ۹مه، ماخوستن د بارودو ډک یو موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی و ،چې د پولیسو د سرچینو او لومړي معلوماتو لمخې، هدف ته تر رسېدو مخکې په نښه کړی شو. د ځايي سرچینو په وینا، د زوروزې چاودنې سره د چوکۍ د ودانۍ سره شاوخوا ۱۵ کورونه هم تباه شول او نورو ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی.
د پولیسو د سرچینو لمخې، د ځانمرګي برید نه پس شاوخوا سلو وسلوالو په چوکۍ برید وکړل چې له امله یې د پولیسو او وسلوالو ترمنځ تر ډېره وخته نښته وشوه.
د برید نه پس د ماخوستن ۱۲ بجو پورې د څلور پولیس سرتېرو د مرګ او د دوه ټپیانو پخلی د بنو ضلعي روغتون لخوا وشو چې دا شمېر تر دې دمه تر ۱۵ رسېدلی دی.


د چارواکو لمخې، د وژلی شویو سرتیرو شناخت د رحمت ایاز، ثناالله، نیاز علي، صهیب، سعدالله، کامران، نعمت الله، عابد، عمران، فهیم الله، صدیق الله، میرعالم خان، راحت الله او فاروق داد په نامو شوی.
چارواکي وايي چې د ژغورنې کارکوونکي لا هم د ملبې د پاکولو چارې پر مخ وړي، او د ورکو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي. د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال هم ښودل شوی دی.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسووليت نه دی منلی. امنيتي سرچينې وايي چې ځينې شکمن کسان نيولی شوي دي، خو د هغوي د تړاو په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.


يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې دا ودانۍ د سيمي لپاره د څارنې او قوماندې مرکز و، خو دا معلومات تر اوسه په رسمي ډول نه دي تائيد شوي.
بل لور ته د بنوں رېجن ډي آی جي سجاد خان د پېښې وروسته ناوخته د ډي ايچ کيو روغتون دوره کړې او د ټپي شوو پوليس سرتېرو پوښتنه يې کړې ده. د پوليسو له خوا ويل شوي چې پلټنې روانې دي او نور جزيات به وروسته شريک کړل شي.

غلام اکبر مروت