د مې د ۸مې راهیسي د شمالي وزیرستان د تحصیل شوا د دروزندہ په سیمه کې امنیتي وضعیت کړکېچن پاتې دی، چرته چې د ځایي سرچینو، عیني شاهدانو او غیر رسمي معلوماتو له مخې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ډلو ترمنځه د سختو نښتو لړۍ روانه ده.

 

د سیمي اوسېدونکي وایي چې د شپې له وخته تر سهاره پورې د درنو او سپکو وسلو ډزې، کله ناکله چاودنې او د فضا په بېلابېلو برخو کې د الوتکو د حرکت غږونه اورېدل کېږي، چې د خلکو په ورځني ژوند یې ژور اغېز کړی دی.

 

د ځایي خلکو په وینا د وضعیت له پېل سره سم د سیمي په ګڼو برخو کې د خلکو تګ راتګ محدود شوی او ځیني سیمي په بشپړ ډول تړلی شوې دي. دوي ادعا کوي چې د امنیتي ادارو له لوري ،د لوډسپیکرو په وسیله، اعلانونه شوي دي، چې خلک دې له کورونو بهر نه ووځي، ځکه چې په سیمه کې د عملیاتو او نښتو احتمال شته.

 

دا هم وګورۍ: د شمالي وزیرستان په شوا کې نښتې په دویېمه وذځ هم دوام لري

 

د دروزندہ او شاوخوا سیمو اوسېدونکي وایي چې د عملیاتو په دویېمه شپه یې هم په د ډزو، چاودنو او د ځمکې لړزی احساس کړی دی. ځیني خلک وايي چې دوي د خپلو کورونو له کړکیو او چتونو څخه لوګي لیدلي، چې د څو ځایونو څخه پورته کېدل.

 

د ځینو خلکو په وینا په فضا کې د کواډ کاپټرونو او بې‌ پېلوټه الوتکو د حرکت نښې هم لیدلی شوې دي، خو د دې پېژندنه او ماهیت په خپلواکه توګه نه دی روښانه شوی.

 

په همدې حال کې د سیمي له بېلابېلو برخو څخه د امنیتي وضعیت د سختېدو خبرونه ورکول کېږي. ځیني سرچیني ادعا کوي چې د تحصیل شوا په بېلابېلو نقطو کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ډلو ترمنځ نښتې  د څو ورځو راهیسي دوام لري.

 

د یادې سیمي اوسېدونکي له اوږدې مودې راهیسي د امنیتي وضعیت له امله د بې‌ ثباتۍ احساس کوي، خو د تېرو درې ورځو له پېښو وروسته دغه اندېښنې لا زیاتې شوې دي.

 

خلک وایي چې د بازارونو فعالیت درېدلی، د ورځني ژوند چارې ګډې وډې شوې دي او د خوراکي توکو او نورو بنسټیز اړتیاوو ترلاسه کول هم ستونزمن شوي دي. ځیني خلک دا وضعیت د سیمي لپاره تر ټولو سختو حالاتو څخه ګڼي.

 

د دروزندہ د عالم خېل بازار په اړه ځایي خلک ادعا کوي چې د بازار ځیني برخې د نښتو یا چاودنو له امله زیانمنې شوې دي، چې پکې د دوکانونو، د تېلو پمپ او د جومات د اغېزمنېدو خبرې هم شاملې دي. شال نیوز ته رارسدلې وډیوګانو کې لیدل کیږي چې د عالم خېل بازار په بشپړه توګه بند دی او دکانونو او نورو ودانیو ته زیانونه رسېدلي دي، خو ازادو سرچینو ،تر دې دمه، د دغه وډیوګانو تایید ندی کړی.

 

په همدې ترڅ کې د تعلیمي نظام پر فعالیت هم د دې وضعیت ژور اغېز لیدل کېږي. د بنو تعلیمي بورډ د ازموینو په اړه ویل کېږي چې د شوا په یوه امتحاني مرکز کې د دویېم کال ازموینه نه ده ترسره شوې. زده کوونکي، والدین او استادان وایي چې د امنیتي وضعیت له امله ازموینې ځنډېدلې دي او د دوي د تعلیمي راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

هغوي له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې یا دې د ازموینو لپاره نوې نېټه اعلان شي او یا دې د زده کوونکو د زیان د مخنیوي لپاره بدیلې لارې چارې ولټول شي، لکه د نمرو پر بنسټ ارزونه یا نورو مرکزونو ته د ازموینو انتقال.

 

د خلکو له خولې داسې هم ویل کېږي چې د خراب امنیتي وضعیت له امله ګڼ شمېر کورنۍ له سیمي وتلي او نورو ښارونو ته کډه شوې دي. د معلوماتو لمخې دا کډوالي د تېرو څو ورځو په ترڅ کې زیاته شوې ده، چې د سیمي په ټولنیز جوړښت او اقتصادي حالت یې اغېز کړی دی، ځکه چې د خلکو وتل د بازارونو او ځايي کاروبارونو د ودرېدو لامل شوي دي.

 

د مرګ ‌ژوبلې په اړه هم بېلابېل او متضاد راپورونه خپاره شوي دي. ځیني غیر رسمي سرچیني د څو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبرې کوي، خو تر اوسه کوم رسمي حکومتي بیان نه دی خپور شوی چې دا ادعاوې تایید کړي.

 

په سیمه کې د روان وضعیت په اړه د حکومتي ادارو چوپتیا هم د خلکو د اندېښنو یو مهم لامل بلل کېږي. خلک وایي چې د واضح معلوماتو نشتوالی د اوازو او بېلابېلو دعوو خپرېدو ته زمینه برابره کړې ده. ځیني خلک له رسنیو او ادارو غوښتنه کوي چې د وضعیت په اړه شفاف معلومات ورکړي ترڅو د غلطو خبرونو مخه ونیول شي.

 

په مجموع کې په شوا تحصیل کې وضعیت د بې‌ ثباتۍ ښکار دی. د خلکو ورځنی ژوند په پراخه کچه اغېزمن شوی، د زده کړو بهیر ټکنی شوی، کاروبارونه بند شوي او د خلکو رواني حالت هم تر فشار لاندې دی.

 

د سیمي اوسېدونکي په دې هیله دي چې وضعیت زر تر زره عادي حالت ته راوګرځي او د هغوي ژوند بېرته د سولې او ثبات لوري ته ستون شي. تر هغه وخته پورې، د دروزندہ او شاوخوا سیمو خلک د نامعلوم حالت، محدودیتونو او وېرې تر سیوري لاندې خپل ورځنی ژوند پر مخ وړي، په داسې حال کې چې د حالاتو د روښانتیا او وضاحت لپاره د رسمي اعلانونو انتظار کوي.

 

یادونه : دا معلومات د ځايي سرچینو لخوا راغلي دي او شال نیوز د دې معلوماتو په ازاده توګه تایید ندی ترلاسه کړی.