د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي۔ 
 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه تړونونه ،د مې په ۹مه، په کابل کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګريز کنفرانس پر مهال لاسليک شول۔ 
 

په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ملا نورالدین عزیزي او د ازبکستان د قره‌ قالپاقستان جمهوریت د پلاوي مشرامان‌ بای اورین ‌بایوف ګډون کړی و۔ 
 

د وزارت په وینا، په دغو تړونونو کې له افغانستان څخه ازبکستان ته د مڼو، انارو، کچالو او زېرې صادرات، د اوړو د تولید فابریکې جوړول، او له ازبکستان څخه افغانستان ته د اوړو، غوړیو او نورو خوراکي توکو واردات شامل دي۔ 
 

چارواکي وایي، دا تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکپ پراخې کړي، د صادراتو او وارداتو کچه به لوړه کړي او د سیمه‌ ییزې اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لامل به شي۔