د سرچينو او پوليسو چارواکو په وينا، د خېبر پښتونخوا ټانک ضلعه کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي، او په تازه پېښه کې يو پوليس سرتیری وژل شوی دی.
پوليس وايي، دا پېښه د لنک روډ په سيمه کې ،د مې په ۱۰مه، رامنځته شوې ده، چرته چې ناڅرګندو وسلوالو پر پوليس سرتیري جان عالم بېټني، د عمراډه اوسېدونکي، ډزې کړې دي او هغه يې په ځای وژلی دی.
د پوليسو په وينا، بريد کوونکي له پېښې وروستو تښتېدلي دي او د هغوي د نيولو لپاره هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د ټانک د عمر اډه په سيمه کې يو بل پوليس سرتیری، چې په رخصتۍ خپل کور ته راغلی و، د ناڅرګندو کسانو له خوا وژل شوی و.
د سيمې ځايي خلک وايي چې په ټانک ضلع کې د ناامنۍ کچه ورځ تر بلې زياتېږي او خلک د خپلو کورنيو د امنيت په اړه سخت اندېښمن دي.
ځايي اوسېدونکي دا هم وايي چې د اړوندو ادارو ځيني چارواکي د امنيت د ټينګښت پر ځای په نورو چارو کې بوخت دي، چې له امله يې د امنيت وضعيت نور هم خراب شوی دی.
تر اوسه پورې د دې دواړو پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.

شال نیوز