د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې ،د مې په ۷مه، تښتول شوي د ریسکیو ۱۱۲۲ درې کارکوونکي خوشي شوي او د شال نیوز د لیدلو پر مهال یې حالت د ښه روغتیا حالت ښه ښکاري.
د معلوماتو له مخې، خوشي شوي کسان وقاص عالم، مدثر او افتخار دي، چې له درې ورځو راهیسي ناڅرګندو کسانو له لوري تښتول شوي وو.

شال نیوز ته رسېدلي معلومات ښيي چې د دغو کسانو د خوشي کېدو وروسته تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې تښتوونکي څوک وو او د پېښې ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې.
په سیمه کې سرچینو شال نیوز ته ویلي چې د خوشي کولو په هڅو کې د سیمه ییزې جرګې مهم رول وو، او ځیني سرچیني دا هم ادعا کوي چې په دې بهیر کې د پښتونخوا د پخواني اعلا وزیر ،علي امين ګنډاپور، د رول په اړه هم خبرې شوي دي، خو تر اوسه د دې ادعاوو هېڅ رسمي پخلی نه دی شوی.
چارواکي او سیمه ییزې ادارې وايي چې د پېښې د ټولو اړخونو پلټنې روانې دي او هڅه کېږي چې د تښتونې اصل عوامل او مسوولین وپېژندل شي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ دا کارکوونکي د ټانک ـ ډېره اسماعیل خان پر سړک هغه مهال تښتول شوي وو، کله چې د شهید مرید اکبر تاڼې په حدودو کې وسلوالو ناکه لګولې وه او هغوي یې له خپل شخصي موټر سره نامعلوم ځای ته وړي وو.
په سیمه کې د خوشي کېدو هرکلی شوی، خو خلک له حکومته غوښتنه کوي چې د دې پېښې بشپړ څېړنه وکړي او د تښتونې مسوولین دې عدالت ته راکاږي.

شال نیوز