د ژغورنې ادارې ،ریسکیو ۱۱۲۲، ویلي دي چې د سوات په چارباغ سیمه کې د واده د مراسمو یو مسافر وړونکی فلاینګ کوچ د تخنیکي ستونزې له امله له سړک څخه اوښتی او ژورې کندې ته لوېدلی، چې په پایله کې یې ۵ کسان مړه او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

 

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، پېښه د چارباغ په آډو سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې دغه ګاډی د واده له مراسمو د بېرته ستنېدو په حال کې و. عیني شاهدان وایي چې موټر ناڅاپه له کنټروله ووت او په لوړ سرعت سره له سړک څخه لاندې کندې ته وغورځېد.

 

لومړني معلومات ښيي چې د موټر د بریک سیستم له کاره لوېدلی و، چې له امله یې ډرېور د وسایطو کنټرول له لاسه ورکړی دی.

د ژغورنې ادارې ویاند ویلي، چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم طبي ډلې، امبولانسونه او ژغورونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او عملیات یې پېل کړي دي.

 

په موټر کې سپاره کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، د سیمي د خلکو په مرسته له کندې څخه را ایستلی شوي دي.

د روغتیايي سرچینو په وینا، ټپیانو ته لومړنۍ درملنه په منګلور روغتون کې ورکړل شوې ده، او هغه کسان چې حالت یې نازک بلل شوی، د سیدو شریف مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

د ژغورنې ادارې چارواکو تایید کړې چې د عملیاتو لړۍ بشپړه شوې او د پېښې مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

 

بل لور ته، ځایي خلک په سیمه کې د سړکونو خرابوالي او د مسافر وړونکو وسایطو د تخنیکي فټنس د نشتوالي له امله د داسې پېښو د زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او له اړوندو ادارو د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.