په کابل کې د طلوع نیوز د دوو پښتو ژبې خبریالانو، منصور نیازي او عمران دانش، ناڅاپي نیول کېدو په داسې حال کې د بیان د ازادۍ په اړه نوې اندېښنې راپارولې دي، چې د طالبانو حکومت تر اوسه د هغوي د بندي کېدو په اړه هیڅ رسمي سپیناوی نه دی کړی.
دا پېښه یوازې د دوو کسانو زنداني کېدل نه دي، بلکې په افغانستان کې د ازادې خبریالۍ د مرګ د نندارې یو بل فصل دی چې په خورا چټکۍ سره پر مخ روان دی.
د راپورونو له مخې، منصور نیازی ،د مې په ۷مه، د کابل له دریمې حوزې څخه په داسې حال کې لا درکه شو چې کور ته په لاره و. د هغه کورنۍ وروسته تایید کړه چې نوموړی د امنیتي کسانو له خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.
ورپسې د عمران دانش د نیولو خبر هم ورکړل شو، چې دواړه په طلوع نیوز کې د پښتو ژبې تکړه وړاندې کوونکي وو. د طالبانو د حکومت چارواکو یوازې دومره ویلي چې "د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته به جزئیات شریک کړي،" خو دا هغه مبهمه اصطلاح ده چې د حقونو فعالان یې د بې عدالته بندیزونو او د خلکو د سترګو پټولو لپاره یوه پلمه بولي.
په ننني افغانستان کې خبریالي د "سر په لاس کې ګرځول" دي. هغه رسنۍ چې لا هم فعالیت کوي، د سخت سانسور لاندې دي. خبریالان نشي کولی د فساد، په حکومت کې د خپلمنځي اختلافاتو، یا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه ازاد راپورونه جوړ کړي.
د ښځینه خبریالانو لپاره خو حالات نور هم ستونزمن دي؛ هغوي مجبورې دي چې د کیمرې پر وړاندې مخ پټ وساتي او د سفرونو لپاره 'محرم' ولري. دغه وضعیت په هېواد کې د 'خودسانسورۍ' کلتور دومره عام کړی چې خبریالان اوس د خپل سیوري څخه هم وېره لري. هره کلمه چې د یو خبریال له خولې وځي، لومړی باید د حکومتي معیارونو په تله وتلل شي، ګنې انجام به یې د څرخي پله زندان یا تر هغه بدتر برخلیک وي.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو د دغو تازه نیونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او دا یې د مطبوعاتو پر ازادۍ یو بل برید بللی دی. په کابل کې د رسنیو فعالان وايي چې د طلوع نیوز د دغو خبریالانو نیول د ټولنې د پاتې خبریالانو د وېرولو یوه منظمه هڅه ده.
که چېرې نړیواله ټولنه او رسنیز بنسټونه پر طالبانو فشار را نه وړي، نو ډېر زر به په افغانستان کې د خپلواکې خبریالۍ ډېوه په بشپړه توګه مړه شي، او د هېواد له دننه به د حقایقو رسېدل یوازې د حکومت په لاس جوړ شوي پروپاګند پورې محدود پاتې شي.
دا وضعیت نه یوازې د معلوماتو د رسولو لاره بندوي، بلکې د یوې ټولنې د ویښ پاتې کېدو روح هم وژني. کله چې یو خبریال د خپلې دندې په خاطر زنداني کېږي، نو دا یوازې یو فرد نه دی چې بندي کېږي، بلکې د زرګونو هغو کسانو غږ بندېږي چې خپلې ستونزې او فریادونه یې د دغه مایکروفون له لارې نړۍ ته رسول.
د افغانستان د رسنیو تاریخ د داسې تورونو دورو شاهد پاتې شوی، خو اوسنی حالت د خپل نوعیت له مخې تر ټولو بې سارې او خطرناک دی، ځکه چې دلته د قانون پر ځای د افرادو ذوق او شخصي پریکړې حاکمې دي.

شال نیوز