د بره دیر د ځنګلاتو محمکې چارواکي وايي، چې د لرګو مافیا او د ځنګلاتو د ناقانونه پرېکولو پر ضد د روانو عملیاتو په لړ کې يې د کديخېل درې په سیمه کې د یوې کاروایۍ په مهال په ناقانونه توګه پرې شوي لرګي او آرا ماشینونه نیولي دي.
د چارواکو په وینا، دغه کاروايي د بره دیر ډویژنل فارسټ افسر عدنان علي په ځانګړو لارښوونو د داروړه ځنګل د رینج فارسټ افسر شاه ظاهر خان تر څارنې لاندې ترسره شوې ده.
چارواکي وايي، د چاپې پر مهال د کایل نسل ۱۲ سوه لرګي ترلاسه شوي، چې ټول حجم يې ۳۲ اعشاریه ۳ کیوبک فټ جوړېږي. د دوي په خبره، نیول شوي لرګي سرکاري ولکې ته سپارل شوي او د داروړه رینج دفتر ته لېږدول شوي دي.
د ځنګلاتو ادارې زیاته کړې، چې په کديخېل دره کې ناقانونه آرا ماشينونه هم له منځه وړل شوي او د هغو آراګانې د ثبوت په توګه ضبط کړی شوې دي.
د بره دیر ځنګلاتو څانګه وايي، د ځنګلاتو ساتنې او د طبیعي شتمنیو د ناقانونه پرېکولو مخنیوي لپاره به دا ډول عملیات دوام ولري او د قانون نه سرغړونه کوونکو پر ضد به بې له توپیره قانوني ګامونه پورته کېږي۔

جاوید ملنګ