د شمالي وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې د روانو ځمکنیو او هوايي پوځي عملیاتو له پراخېدو سره، د دته خېل، سپین وام او شوا تحصیلونو ګڼ شمېر اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي. عیني شاهدان او ځایي خلک وایي، د جګړې له امله په سیمه کې د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ شوی او زرګونه کورنۍ د خوندي سیمو پر لور کډې کوي.

 

ځایي سرچیني وایي، په دته خېلو کې د پوځ له لوري د لاوډسپیکرونو له لارې خلکو ته د سیمو د خالي کولو اعلانونه شوي وو. د خلکو په وینا، د خدر خېل مت خوزايي قبیلې اړوند څو کلیو اوسېدونکو ته د وتلو محدود وخت ورکړل شوی و، چې وروسته ډېرې کورنۍ اړ شوې چې خپلې سیمي پرېږدي.

 

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې خلک خپل ضروري سامانونه پر خرو، موټرسایکلونو او یا د خپلو سرونو پر مټ وړي. په دغو ویډیوګانو کې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان لیدل کېږي چې د سختې ګرمۍ او د سړکونو د بندېدو له امله په پښو د غونډیو او نورو سیمو پر لور روان دي.

 

 

د شمالي وزیرستان یو ماشوم خپله کډه په خره وړي | د وډیو نه اخیستی شوی انځور

 

 

ځایي خلک وایي، په سیمه کې د کرفیو، د لارو د بندېدو او د ټرانسپورټ د نشتوالي له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي. یو ځایي اوسېدونکي شال نیوز ته وویل، ګڼې کورنۍ د څښاک اوبو، خوراکي توکو او سرپناه له کمښت سره مخ دي او ځیني خلک اړ دي چې د خپلو خپلوانو په کورونو یا په غرنیو سیمو کې واوسي.

 

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره ورځ د شمالي وزیرستان د شوا په سیمه کې د عملیاتو په اړه ویلي وو چې امنیتي ځواکونو ۲۲ وسلوال وژلي دي. نوموړي د دغو عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه د وسلوالو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

 

خو د سیمي یو شمېر عیني شاهدان او ځایي سرچیني وایي، د جګړې د مرګ ژوبلې او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه لا هم بېلابېل معلومات ورکول کېږي او په خپلواکه توګه یې پخلی نه شي کېدای.

 

ځینو ځایي خلکو شال نیوز ته ویلي، د جګړې له امله د سیمي ډېرې برخې تړل شوې دي او د سختو امنیتي شرایطو له امله خبریالان او خپلواکې سرچیني سیمي ته لاسرسی نه لري، ځکه د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه لا هم وضاحت نشته.

 

د سیمي د خلکو په وینا، په شوا کې د نښتو پر مهال ځیني کسان وژل شوي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې وژل شوي ټول کسان وسلوال وو او که په جګړه کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

په سپین وام کې هم د ځمکنیو عملیاتو او کور په کور پلټنو لړۍ په شدت روانه ده. ځایي خلک وایي، په بېلابېلو ډزو کې دوه ولسي وګړي وژل شوي دي. د هغوي په وینا، لومړی تن حیات الله نومېده چې د خپل کور سره نږدې د ډزو پر مهال وژل شوی و.

 

د سیمي د خلکو په وینا، وروسته د هغه د جسد د راوړلو لپاره د ځايي دود له مخې “چیغه” وشوه. په پښتني دود کې “چیغه” هغه ولسي غږ ته ویل کېږي چې خلک د مرستې، د مړي د راوړلو یا د بېړني حالت پر مهال د ګډ اقدام لپاره راټولېږي.

 

 

وژلی شوي حیات الله او حاجي صابرین

 

 

عیني شاهدان وایي، کله چې د سیمي خلک د حیات الله د کور پر لور روان وو، پر هغوي هم ډزې وشوې او په دغه پېښه کې یو بل ځایي سپین ږیری حاجي صابرین ووژل شو، په داسې حال کې چې یو بل تن ژوبل شوی هم دی.

 

تر اوسه پوځ یا حکومتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي او شال نیوز هم په خپلواکه توګه د دغو دعوو پخلی نه شي کولای.

 

ځیني ولسي سرچیني دا هم ادعا کوي چې په سیمه کې یو سرکاري هایي سکول او څو جوماتونه زیانمن شوي دي. د خلکو په وینا، د جګړې له امله ځیني کورونه هم د زیان سره مخ شوي.

 

د سیمي خلک وایي، د عملیاتو له دوام سره په وقفه یي ډول د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي او خلک د سختې وېرې په فضا کې ژوند کوي.

 

په همدې حال کې د عوامي نېشنل ګوند د شمالي وزیرستان ضلعي مشرانو ملک نثار علي خان او عبدالحلیل وزیر په یوه ګډ بیان کې د خلکو د بې ځایه کېدو او د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

 

دوي ویلي، د لوي اختر څخه څو ورځې وړاندې د خلکو کډوالي به بشري ستونزې نورې هم زیاتې کړي او حکومت باید د ولس د خوندیتوب او مرستې لپاره عاجل ګامونه پورته کړي.

 

د عوامي نېشنل ګوند مشرانو له حکومتي چارواکو او د پوځ له مشرتابه غوښتي چې د عملیاتو له امله اغېزمنو خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د ولس د ساتنې لپاره دې لازم اقدامات وکړي.

 

هغوي پر وسلوالو هم غږ کړی چې د عامو خلکو له سیمو ووځي، څو ولسي وګړو ته نور زیان ونه رسېږي.