کابل : طالبانو د اګست پر ۱۵مه، چې د افغانستان په لمریز کال کې د زمري له ۲۴مې سره برابره ده، کابل ته د خپلو ځواکونو د ننوتلو او بیا واکمنېدو پنځمه کلیزه د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې په رسمي غونډو، ولسي مراسمو، مشاعرو او لاریونونو ونمانځله. د طالبانو حکومت دا ورځ د «فتحې ورځې» په نوم نمانځي او سږ کال یې هم په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
په کابل کې د کلیزې مرکزي مراسم د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوي وو، چې د طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکو، دیني عالمانو، قامي مشرانو او د ټولنې بېلابېلو استازو پکې ګډون کړی و.

په غونډه کې د طالبانو د وزیراعظم ملا محمد حسن اخوند پیغام ولوستل شو. هغه په خپل پیغام کې دعوه کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې جګړه، فساد او د واک ناوړه استعمال پای ته رسېدلی او د اسلامي شریعت د پلي کېدو او اقتصادي پروژو لپاره زمینه برابره شوې ده.
ملا محمد حسن اخوند له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د «ملي او اساسي ګټو» پر بنسټ د مثبت تعامل غوښتنه هم کړې ده.
د طالبانو د وزیراعظم مرستیال عبدالسلام حنفي غونډې ته وویل، چې افغانانو په تېرو څو لسیزو کې سخت شرایط تېر کړي، خو د ده په وینا، اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، د نشيي موادو پر ضد مبارزه روانه ده او د اداري فساد د مخنیوي لپاره اقدامات شوي دي.
حنفي د اقتصادي پرمختګ په اړه وویل چې د خصوصي سکتور ملاتړ، د قوش تېپې کانال، د ټاپي د ګازو پایپ لاین او د رېل پټلۍ د شبکې د پراختیا په څېر لویې پروژې د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه وویل، چې طالبان غواړي له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې د نه لاسوهنې، متقابلو اقتصادي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ پراخې کړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیراحمد حقاني په خپله وینا کې وویل، چې د دوي حکومت به د خپل نظام او د حکومتولۍ د څرنګوالي په اړه د بهرنیو هېوادونو لارښوونې ونه مني.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي بیا وویل، چې ځینې هېوادونه لا هم د افغانستان په اړه هغه پالیسۍ تعقیبوي چې ،د ده په وینا، په تېرو دوو یا څلورو لسیزو کې یې نتیجه نه ده ورکړې.
متقي وویل، هغه هېوادونه چې په تېرو پنځو کلونو کې یې له طالبانو سره اړیکې نه دي لرلې، له دې سیاست څخه یې کومه ځانګړې ګټه نه ده کړې او اوس باید د «مثبتو اړیکو» لور ته لاړ شي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب غونډې ته وویل، چې افغان ولس په خپل هېواد کې اسلامي نظام غواړي او د افغانستان د تېرو جګړو او بهرنیو مداخلو یادونه یې وکړه.
د سرحدونو او قبایلو وزیر نورمحمد نوري هم وویل، چې د اوږدو جګړو له امله ستړي شوي افغانان نور جګړه نه غواړي او د طالبانو له مخالفو ډلو یې وغوښتل چې د افغانستان امنیت ګډوډ نه کړي.
د کابل د مراسمو ترڅنګ د طالبانو د دفاع وزارت چورلکو د پلازمېنې پر فضا الوتنې وکړې او د ښار پر بېلابېلو برخو یې د ګلونو پاڼې او غوټۍ وشیندلې. د طالبانو چارواکو دا اقدام د پنځمې کلیزې د نمانځنې یوه برخه بللې ده.
په بلخ کې هم د زمري د ۲۴مې په مناسبت لویه مشاعره جوړه شوې وه. د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې د طالبانو چارواکو، دیني عالمانو، د وژل شویو طالبانو د کورنیو غړو، شاعرانو، نعت ویونکو او د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ترانه ویونکو ګډون کړی و.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد الله ضرار ویلي دي، چې ګډونوال د بلخ، کندهار، ننګرهار، کابل، خوست، لوګر، سرپل، سمنګان او جوزجان په ګډون له بېلابېلو ولایتونو ورغلي وو.
په مشاعره کې د افغانستان د خپلواکۍ، اسلامي ارزښتونو، ملي یووالي، سولې او اقتصادي پرمختګ په اړه شعرونه او ترانې وړاندې شوې.
د بلخ والي محمد یوسف وفا په خپله وینا کې د زمري ۲۴مه د طالبانو لپاره د «ویاړ او بریا ورځ» وبلله او ویې ویل، چې اوسنی نظام د علماوو، طالبانو او ولس د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی دی. هغه د مزارشریف د ولایت مقام مخې ته یو لوي سپین بیرغ هم پورته کړ.
په همدې غونډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل چې د امنیت له ټینګښت وروسته حکومت هڅه کوي اقتصاد او صنعت پراخ کړي. عزیزي په ځانګړي ډول د قوش تېپې کانال یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې پروژې بشپړېدل به د افغانستان د کرنې، صنعت او کورني تولید لپاره مهم وي.
په کندهار کې هم د طالبانو د پنځمې کلیزې مراسم ترسره شول. د طالبانو اړوندو رسنیو راپور ورکړی چې د دوی مشر هبت الله اخوندزاده د مراسمو پر مهال د خلکو ترمنځ حاضر شوی و. د هبت الله اخوندزاده عامه څرګندېدل نسبتاً کم دي او د هغه ډېری ویناوې د غږیزو پیغامونو یا د طالبانو د رسمي اعلامیو له لارې خپرېږي.
په ننګرهار او نورو ولایتونو کې هم د شپې او ورځې غونډې، موټرسایکل لاریونونه او نورې نمانځغونډې شوې. په خپرو شویو ویډیوګانو کې په مزارشریف، کابل او نورو ښارونو کې سپین بیرغونه، د موټرسایکلونو کاروانونه او لویې غونډې لیدل کېږي.
د طالبانو حکومت له څو ورځو راهیسې د پنځمې کلیزې لپاره پراخ تبلیغاتي او کلتوري پروګرامونه پېل کړي وو او د اطلاعاتو او کلتور اړوندو ادارو د رسنیو او ټولنیزو شبکو فعالانو ته هم د دې ورځې د نمانځنې په اړه د پروګرامونو د جوړولو غوښتنه کړې وه.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونیو او د هغه وخت جمهوري حکومت ړنګ شو. له هغه راهیسې طالبان هر کال دا ورځ د «فتحې» په نوم نمانځي.
خو د طالبانو د پنځمې کلیزې نمانځنه په داسې حال کې کېږي چې د حکومت پر نړیوال رسمیت پېژندنه، د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار محدودیتونه، د سیاسي مشارکت نشتوالی او د بشري حقونو وضعیت لا هم د نړیوالې ټولنې د مهمو اعتراضونو له موضوعاتو څخه دي. د طالبانو حکومت بیا دا نیوکې ردوي او وايي د هېواد چارې د اسلامي شریعت له مخې پر مخ وړي.


شال نیوز