د پولیسو ډي ایس پي نیاز محمد ویلي، چې د تحصیل ماموند په ترخو سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو په یو پولیس سرتېري ډزې کړې دي، چې له امله یې هغه ځای پر ځای وژل شوی دی.

 

پولیسو ویلي چې پېښه ،د مې په ۱۰مه، هغه مهال رامنځته شوه کله چې سرتېری سعیدالله د غلام زوې، خپلې دندې له روان و او ناڅاپي ډزې پرې وشوې او سخت ټپي شو، چې له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

 

وژل شوی سرتېری د ماموند کټکوټ اوسېدونکی و او د پولیسو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله. د هغه مړی روغتون ته لېږدول شوی او کورنۍ ته یې خبر ورکړل شوی دی.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې روان کال ۲۰۲۶ کې په باجوړ کې تر دې دمه له دولسو څخه زیات پولیس سرتېري په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي، چې دا د سیمي د امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنې زیاتوي.

 

ډي ایس پي نیاز محمد ویلي چې د پېښې وروسته سیمه کلابند شوې او د ملزمانو د نیولو لپاره د پلټنو او هدفمند عملیاتو لړۍ پېل شوې ده.

تر اوسه پورې د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.