د خېبر پښتونخوا د بنو ضلعې د ککي بازار خلکو او سوداګرو نن ،د مې په ۱۱مه، په فتح خېلو پولیس چوکۍ په ځانمرګي برید کې د وژل شویو ۱۵ پولیس سرتېرو د درناوي لپاره یو ساعت بشپړ شټرډاون کړی او دا ورځ یې د “توره ورځ” په توګه نمانځلې ده.
په وژل شویو سرتېرو کې د ککي سیمي دوه پولیس سرتیري هم شامل وو، چې له امله یې په سیمه کې د غم او خپګان فضا خپره ده. د ککي بازار ټول دوکانونه د احتجاج په توګه تړل شوي وو او خلکو د وژل شوو سرتېرو سره د یووالي څرګندونه وکړه.
د بازار د تاجرانو اتحادیې او ځايي خلکو له خوا احتجاجي لاریون او مظاهره هم وشوه. مظاهره چیانو شعارونه ورکول او د روان امنیتي وضیعت په لړ کې یې په حکومت سختې نیوکې وکړې. مظاهره چیانو د حکومت نه غوښتنه وکړه چې خلکو د ځان او مال خوندي کولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.
بل لور ته د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدی هم د برید له پېښې وروسته بنو ته رسېدلی دی. د معلوماتو لمخې، نوموړی به د وژل شوو پولیس سرتېرو له کورنیو سره وویني، د هغوي غمرازي به وکړي او له امنیتي چارواکو سره به د سیمي د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
یاده دې وي چې ،د مې په ۹مه، ماخوستن، د بنو د فتح خېل پولیس پع چوکۍ باندې د بارودو ډک موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی و. په دغه برید کې تر دې دمه د ۱۵ پولیس سرتېرو د وژل کېدو پخلی شوی دی، په داسې حال کې چې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي هم وو.
له برید وروسته په سیمه کې خلک سخت اندېښمن شوي او د امنیت خراب وضعیت په اړه بېلابېلې پوښتنې راپورته کېږي. ځايي اوسېدونکي وایي چې حکومت باید د داسې خونړیو بریدونو د مخنیوي لپاره عملي او دوامدار اقدامات وکړي.

شال نیوز