د ټانک ضلعې د سب ډویژن جنډوله په کم دبک سیمه کې د ګورنمنټ د نجونو پرائمري سکول “طائب خان کورونه” د ناڅرګندو کسانو له خوا د چاودېدونکو موادو په وسیله په بشپړه توګه تباه کړی شوی دی.
د سرچینو په وینا، د ودانۍ تر ویجاړېدو وروسته د سکول تعلیمي سامان او نور وسایل هم له دغه ځایه وړل شوي دي. د پېښې له امله د سیمي د تعلیمي فعالیتونو پر بهیر سخت اغېز پرېوتی دی.
دا په تېرو څو کلونو کې د ټانک ضلعې د تعلیم ادارو پر ضد ۱۴م برید بلل کېږي. د تعلیمي ادارو په نښه کېدل د سیمي د خلکو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړي او د امنیتي اقداماتو د پیاوړتیا غوښتنې یې تودې کړې دي.

شال نیوز