د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر محمد سهیل اپریدي نن ،د مې په ۱۱مه، د بنو دوره کړې ده، چرته چې نوموړي په فتح خېل سیمه کې د پولیسو پر یوه چوکۍ شوي ځانمرګي برید کې د وژل شویو پوليس سرتیرو د کورنيو سره لیدنه کړی او غمرازي یې څرګنده کړې ده.
اعلا وزیر محمد سهیل آفریدی د ژوبل شوو سرتیرو د پوښتنې لپاره روغتون ته هم ورغلی او اړوندو چارواکو ته يې امر کړی چې ټپيانو ته دې غوره طبي اسانتياوې برابرې کړل شي۔
په دې موقع اعلا وزیر ویلي چې د خېبرپښتونخوا پوليسو د ترهګرۍ پر ضد زړورتيا او مېړانه ښودلې ده۔ نوموړي وويل چې ولس به د خپلو حقونو او امن لپاره پخپله ودرېږي، ګنې ،د دوي په وینا، تپل شوي حالات به همداسې دوام ولري۔

هغه زياته کړه چې دوي پرله پسې خبرداری ورکاوه چې ترهګر يو ځل بيا سر راپورته کوي، خو له تېرو ۷۸ کلونو راهيسي د بندو خونو پرېکړې پر ولس تپل کېږي، چې له همدغو پاليسيو له امله صوبه د ناامنۍ کندې ته غورځولې ده۔
اعلا وزیر زیاته کړې ده چې د صوبې ولس د ترهګرۍ پر ضد سترې قربانۍ ورکړې دي او نوره ناامني به هېڅکله د منلو نه وي۔ هغه زياته کړه چې صوبايي حکومت او پوليس به په ګډه د ترهګرۍ پر ضد کلکه مقابله کوي او د هرې هغې پرېکړې مخالفت به کوي چې د صوبې د امن او ولسي ګټو خلاف وي۔
یاده دې وي چې د بنو په فتح خېل سیمه کې د مې میاشتې په ۹مه نېټه ماخوستن د پولیسو پر یوې چوکۍ ځانمرګی برید شوی و، چې له امله یې ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو۔

د دغه برید ذمه واري په مبینه توګه داتحادالمجاهدین په نوم ډلې منلې ده خو شال نیوز دا ادعا په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی. البته ځینو خبري ادارو راپور ورکړی چې یادې ډلې د برید ذمه واري پر غاړه اخیستې ده۔
بنو د قبایلي سیمو، شمالي او سویلي وزیرستان ترڅنګ پرته سیمه ده. ورسره د لکي مروت، کرک او شاوخوا سیمي د تېرو دوو کلونو راهیسي ناامنه بلل کېږي، او وخت په وخت پکې د وسلوالو ډلو د شتون راپورونه مخې ته راځي. د پاکستان پوځ د دغو ډلو پر ضد وخت ناوخت عملیات هم ترسره کوي۔
په وروستیو کې په بنو، شمالي او سویلي وزیرستان کې پر امنیتي سرتېرو او پولیسو بریدونه زیات شوي دي. د دغو بریدونو ذمه واري ځینو وسلوالو ډلو منلې، خو د ګڼ شمېر نورو بریدونو ذمه واري تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.

سلمان یوسفزی